ولسمشر اردوغان : د تورکیې پيړۍ به انشاالله چې عینې وخت کې د تورکي نړۍ پيړۍ هم وي
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې د توركيې پېړۍ به په عینې وخت کې د تورکي نړۍ پیړۍ هم وي.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې د توركيې پېړۍ به په عینې وخت کې د تورکي نړۍ پیړۍ هم وي.
ولسمشر اردوغان پرون اذربایجان ته د خپل سفر په اړه د خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې ارزونې کړي دي.
" مونږ د می د ۱۴ او ۲۸ له ټاکنو نه وروسته خپل لومړني بهرني سفرونه شمالي قبرس د تورکي جمهوریت او آذربایجان ته د ترسره کولو سره ، خپل پیوستون څرګند کړ. الله تبارک و تعالی دې زموږ دوستي او محبت دایم ولري. انشاالله چې د تورکیې پیړۍ به په عینې وخت کې د تورکي نړۍ پيړۍ هم وي."
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټينګار ویلي دي چې د توركي دولتونو د سازمان د اداري ظرفيت د پياوړتيا لپاره به ډېر كار وکړو.
"د تورکیې او اذربایجان په توګه، موږ د ختیځ او لویدیځ ترمنځ ستراتیژیک موقعیت لرو، زموږ همکارۍ په هره برخه کې، له سوداګرۍ څخه تر انرژۍ پورې، د دفاعي صنعت څخه تر ټرانسپورټ پورې، زموږ د ورورګلوۍ سره لا پیاوړې او ژوره شي. د آذربایجان او ارمنستان ترمنځه د سولې د تړون د لاسلیک سره به زموږ سیمه لا سوکاله او هوسا شي.،
له خپل ورور الهام علي یف سره په بشپړه همغږي ، مذاکراتو او سلامشور کې دغه بهیر پرمخ وړو، هیله لرم چې په نږدې راتلونکي کې به د دغو تماسونو مثبتې پایلې ووینو. د آذربایجان د ستر مشر حیدر علي یف د زیږیدو د سلمې کلیزې په مناسبت چې د دوه دولتونو، یو ملت شعار یې موږ ته پریښود، په هر ډګر کې د خپلو اړیکو پراختیا ته دوام ورکوو.
د ویلو ده چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیا ټاکل کیدو نه وروسته خپل لومړني بهرني سفرونه د جون په ۱۲ مه نیته شمالي قبرس تورکي جمهوریت او اذربایجان ته وکړل.