ولسمشر اردوغان د بیا ټاکل کیدو نه وروسته خپل لومړني‌ بهرني‌‌ سفرونه شمالي‌ قبرس او اذربایجان ته وکړل

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیا ټاکل کیدو نه وروسته خپلو لومړنیو بهرنیو سفرونو په ترڅ کې شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت او اذربایجان ته سفر وکړ.

1998862

ولسمشر اردوغان پرون لومړی شمالي قبرس تورکي‌ جمهوریت  سفر وکړ. هلته يی د خپلو رسمي‌ لیدونو کتنو نه وروسته خپل دویم تم ځای اذربایجان ته سفر وکړ.

د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د هغه میرمن آمنه اردوغان او د کابینې ځیني‌ غړي‌ ملګرتیا کوي.

ولسمشر اردوغان  او د هغه د میرمن آمنې اردوغان نه  په اذربایجان کې د نوموړي‌ هیواد د ولسمشر الهام علي یف او د هغه میرمن مهربان علي‌ یف لخوا  هر کلی وویل شو.

همداشان وروسته د پلازمینې باکو په ګلستان ماڼۍ کې د ولسمشر اردوغان او د هغه د میرمنې آمنې  اردوغان په ویاړ د ماښام میلمستیا جوړه شوه.

ولسمشر اردوغان به نن اذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د اذربایجان او تورکیې د شهیدانو د هدیرې زیارت وکړي. وروسته د اذربایجان د ولسمشر علي‌ یف سره دوه په دوه او بیا د هیئتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړي.

اردوغان او علی یف به وروسته په ګډه خبري غونډه برخه واخلي.

اړوند خبرونه