اردوغان خپل لومړني‌ بهرني‌ سفرونه  شمالي قبرس تورکي جمهوریت او اذربایجان ته ترسره کوي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل لومړني‌ بهرني‌ سفرونه  شمالي قبرس تورکي جمهوریت او اذربایجان ته ترسره کوي.

1998438
اردوغان خپل لومړني‌ بهرني‌ سفرونه  شمالي قبرس تورکي جمهوریت او اذربایجان ته ترسره کوي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل لومړني‌ بهرني‌ سفرونه  شمالي قبرس تورکي جمهوریت او اذربایجان ته ترسره کوي.

شمالي قبرس تورکي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، تحسین ارطغرل اوغلو وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو وروسته شمالي قبرس تورکي جمهوریت ته خپل لومړی رسمي سفر وکړي، چې دا د  دواړو هیوادونو ترمنځ د ځانګړي اړیکو اهمیت تاییدوي.

ارطغرل اوغلو په یوه لیکلي بیان کې یادونه وکړه چې ولسمشر اردوغان به نن شمالي قبرس تورکي جمهوریت پلازمینې لفکوشا ته سفر وکړي.

شمالي قبرس تورکي جمهوریت ته د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سفر یو ځل بیا د قبرس د تورکانو د مشروع حقونو او ګټو د ساتنې او د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د پیژندلو د پالیسۍ د ملاتړ لپاره د تورکیې جمهوریت هوډ په ګوته کوي."

ارطغرل اوغلو د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د دفاعي صنعت په برخه کې د مهمو ګامونو په اخیستو سره پرمختګونو ته اشاره کړې ده  او شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت ته د ولسمشر اردوغان د سفر په اړه  د جنوبي قبرس د ادارې  لخوا څرګندونې په اړه سخت غبرګون وښود.

تحسین ارطغرل اوغلو په دې خبرې ټینګار سره چې د تورکیې پوځ چې د دفاعي صنایعو د چټکې ودې په اغیزې سره پیاوړی شوی او په نړۍ کې د تورکیې نفوذ په چټکۍ سره زیات شوی دی، په بشپړ ډول باور لري چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د خلکو په وړاندې ګواښونه به له مینځه یوسي او زمونږ په رسمیت پيژندو ته به لار پرانیزي.

"دا حقیقت چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د ټاکل کیدو وروسته شمالي قبرس تورکي جمهوریت ته خپل لومړی رسمي بهرنی سفر وکړي د مورنۍ ټاټوبي او شمالي قبرس تورکي جمهوریت دولت ترمینځ د ځانګړي اړیکو اهمیت تاییدوي."



اړوند خبرونه