کوسوو ته د تورکیې د کومانډو ځواکونو د لیږد چارې بشپړې شوې

په کوسوو کې له پېښو وروسته، د ناټو د ګډو ځواکونو د قوماندې په غوښتنه دې هیواد  ته د تورکيې د کومانډو ځواکونو  د لېږد چارې بشپړې شوې.

1996526
کوسوو ته د تورکیې د کومانډو ځواکونو د لیږد چارې بشپړې شوې

په کوسوو کې له پېښو وروسته، د ناټو د ګډو ځواکونو د قوماندې په غوښتنه دې هیواد  ته د تورکيې د کومانډو ځواکونو  د لېږد چارې بشپړې شوې.

د کرکریلی په لولبرګز ولسوالۍ کې د ۶۵ میخانیکي پیاده لوا د کومانډو کنډک  اړوند احتياطي ځواکونه  د چورلو پوځي  هوایي ډګر ته راورسیدل.

نوموړي‌ ځواکونه د تیاریو له بشپړیدو وروسته، د پوځي الوتکو په واسطه د پرشتینا نړیوال ادم یاشاري هوايي ډګر ته ورسید.

په پرشتینا کې د تورکیې سفیر صبری تونچ انګیلی هوایی ډګر تورکي‌ ځواکونو ته  راغلاست ووایه. پوځیان د سلطان مرات قشلې ته واستول شول.

د ویلو ده چې ددینه مخکې د تورکیې د کومانډو ځواکونو یوه ډله کوسووا ته رسیدلې وه.

تورکي‌ ځواکونه به پدې هیواد کې د احتمالي‌ نښتو د مخنیوي‌ او توازن د ساتلو په برخه کې دنده ترسره کړي.

تورکیې د ناټو سازمان په غوښتنه کوسوو ته کومانډو ځواکونه واستول.



اړوند خبرونه