ولسمشر اردوغان په هند کې د اورګاډي د ټکر له امله د خواخوږئ پیغام خپور کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د هند په اوډيشا ايالت كې د اورګاډي په پېښه كې د وژل شويو كسانو له كورنيو او د هند ولس او حكومت سره خپله خواخوږي څرګنده كړه.
1995325
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د هند په اوډيشا ايالت كې د اورګاډي په پېښه كې د وژل شويو كسانو له كورنيو او د هند ولس او حكومت سره خپله خواخوږي څرګنده كړه.
اردوغان په هند کې د اورګاډو د ټکر له امله د رامنځته شوي قتل عام د خواشینۍ او ډاډګیرنې پيغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په خپور کړي د ډاډګیرنې په پيغام کې ویلي دي ، " زه د خپل ځان او خپل ملت په استازیتوب د هند په اوډیشا ایالت کې د اورګاډي په پیښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته، د هند خلکو او حکومت ته تسلیت مراتب وړاندې کوم او د پيښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوم. موږ د تورکیې په توګه د هند په ټپونو د مرحم پټۍ د لګولو په خاطر ددې هیواد تر څنګ ولاړ یو ."
د ویلو ده چې د جون په دویمه نیټه د هند په اوډیشا ایالت کې د اورګاډي د ټکر له امله ۲۹۴ تنه مړه او تر ۱۰۰۰ زیات کسان ټپیان شول.