تورکیې کوسوو ته کومانډو ځواکونه واستول
په کوسوو کې امنیت به تورکيې کومانډو ځواکونه ټینګ کړي.
په کوسوو کې امنیت به تورکيې کومانډو ځواکونه ټینګ کړي.
په کوسوو کې له پېښو وروسته د ناټو په غوښتنه تورکيې کومانډو ځواکونه سیمې ته واستول شول.
د تورکیې د کومانډو ځواکونو لومړی کاروان چې په سیمه کې به دنده ترسره کوي، کوسوو ته ورسیده.
په کوسوو کې د کړکېچ په زیاتېدو نه وروسته ناټو له تورکیې څخه دې هیواد ته د سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.
د تورکیې د ملي دفاع وزارت د ناټو غوښتنې ته مثبت ځواب په ویلو سره ، سیمې ته کومانډو ځواکونه د استولو پریکړه وکړه.
همداشان سمدلاسه يي کوسوو ته د تورکي کمانډو لیږد پیل کړ.
کوسوو ته د کومانډو ځواکونو د لومړي کاروان د لېږد چارې بشپړې شوې.
وزارت سیمې ته د تورکیې د کومانډو ځواکونو د رسیدو او ځای په ځای کیدو نه وروسته څرګندونې وکړې.
په څرګندونو کې راغلي "موږ په کوسوو کې خپلو اتلو سرتیرو ته د سولې او آرامۍ د ساتلو لپاره د ښه او بریالي ماموریت هیله کوو."
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل