د تورکیې دوه جنګي کښتۍ د شمالي قبرس تورکي جمهوریت له بندرونو څخه لیدنه کوي
د تورکیې جنګي کښتۍ د مې ۱۹ مه د اتاترک د یادښت ، ځوانانو او سپورت د جشن او لمانځونو په چوکاټ کې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د بندرونو نه لیدنه کوي.
د تورکیې جنګي کښتۍ د مې ۱۹ مه د اتاترک د یادښت ، ځوانانو او سپورت د جشن او لمانځونو په چوکاټ کې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د بندرونو نه لیدنه کوي.
د شمالي قبرس تورکی جمهوربت امنیتي قوتونو د قومندانۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، د تورکیې د سمندري ځواکونو اړوند دوه جنګي کښتۍ ټي سي جي امبات او ټي سي جي بوزجادره د مې د میاشتې په ۱۹ مه نيټه د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د بندرونو نه لیدنه کوي او د خلکو پر مخ به خپلې دروازې پرانیزي.
په بیان کې راغلي دي چې د تورکیې جنګي کښتۍ ټي سي جي امبات د ګیرنه د بندر نه او ټي سي جي بوزجا ادا د ګازیم اوغوسا له بندر څخه لیدنه وکړي. نوموړې کښتۍ به سبا جمعه د سهار د لسو بجو نه د مازیګر تر ۵ بجو پورې د خلکو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل