تورکیې د داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ګوزار هم ورکړ

د تورکیې د ملي‌ استخباراتو منسوبینو په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې ۴ تنو مهم غړي ونیول

1985227
تورکیې د داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ګوزار هم ورکړ

د تورکیې  د ملي استخباراتو سازمان (MIT) لخوا په سوریه کې په ترسره شوو عملیاتو کې، په تورکیه کې د داعش د پخواني تش په نامه والي شهاپ واریش په ګډون څلور ترهګر نیول شوي چې په سور کټګورۍ کې لټول کیدل.

د امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د تورکیې ملي‌ استخباراتو په سوریه کې  د عملیاتو په ترڅ کې د ۴ تنو  ترهګر پټنځایونه تثبیت کړل.

د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې نیول شوي ترهګر امنیتي ارګانونو ته وسپارل شول.

په نیول شویو ترهګرو کې یو يي د تورکیې لپاره  د داعش ترهګري‌ سازمان تش په نوم  والي شهاپ واریش دی چې په سور کټګورۍ کې لټول کیده.

وریش په ډیرو تروریستي بریدونو  کې چې په تورکیه کې د داعش له خوا پلان شوي وو او د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه نیول شوې وه، تړاو لري.



اړوند خبرونه