د تورکیې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوحسین القریشي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړ

د تورکیې د ملي استخباراتو منسوبینو د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوحسین القریشي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړ.

1981222
د تورکیې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوحسین القریشي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړ

د تورکیې د ملي استخباراتو منسوبینو د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوحسین القریشي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه  د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون اړوند د ټي آر ټي تورک تلویزیون سره په مرکه کې  وویل چې د تورکیې د ملي استخباراتو منسوبینو تیره ورځ په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې تش په نوم مشر ابو حسین القریشي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې" دا خبر زه د لومړي  ځل لپاره دلته ورکوم. هغه وویل چې موږ د لویدیځ یا امریکا په څیر چې داسې یو ترهګر له منځه یوسي په ټوله نړۍ کې نغارې غږوي ، نغارې نه غږو. موږ د ټولو ترهګرو ډلو او ټپلو په څیر په یو شان مبارزه کوو."

ولسمشر اردوغان وویل چې دا داعش لومړنی مشر ندی چې موږ له منځه وړی دی. ددینه مخکې مو هم ورته ډیرې مهمې څیرې او کلیدي کسان له منځه وړي وو.

همداشان لکه څرنګه چې د پي کاکا ترهګري سازمان پر خلاف مبارزه کوو، په همدې شان د داعش په څیر د نورو ترهګرو سازمانونو پر خلاف هم مبارزه کوو.

د تورکیې ملي استخباراتو د داعش ترهګرې ډلې د مشر سربیره د پي کاکا ترهګري سازمان یو بل مشر هم  د هدفي عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړ. تورکیې ملي استخباراتو ریاست پدې وروستیو کې په نړۍواله کچه ډیر مهم عملیات ترسره کوي او ترهګرو باندې حلقه د پام وړ تنګه کړې ده .

 



اړوند خبرونه