تورکیې د سوډان نه د خپلو اتباعو په ویستو پيل وکړ

په سوډان کې د اپرېل له ۱۵مې نېټې راهیسې د پوځ او د چټک غبرګون  ځواکونو  تر منځ د نښتو له امله له دغه هېواده د تورکي اتباعو ایستل دوام لري.

1978604
تورکیې د سوډان نه د خپلو اتباعو په  ویستو پيل وکړ

په سوډان کې د اپرېل له ۱۵مې نېټې راهیسې د پوځ او د چټک غبرګون  ځواکونو  تر منځ د نښتو له امله له دغه هېواده د تورکي اتباعو ایستل دوام لري.

د ډيپلوماټيکو سرچينو د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰ کسانو يو کاروان نن له غرمې مخکې د ٣ بسونو په واسطه د پلازمېنې خرطوم په جنوب ختيځ کې له واد مدني ښار څخه روان شو.

په خرطوم کې، شاوخوا ۵۰۰ تنه  تورکي اتباع چې د افریقا په کوڅه کې په هوټل کې راټول شوي وو تیره  ماښام په ۱۰ بسونو کې هیواد ته روان شوي.

د پلازمېنې په شمال کې د کافوري په ولسوالۍ کې د خرطوم د سفارت لخوا ټاکل شوې د نورو  هیوادونو شاوخوا ۴۰۰ تنه  د امنیتي شرایطو په پام کې نیولو سره ژر تر ژره وویستل شي.

د تورکیې اتباع  د سوډان نه د مځکې له لارې  ایتوپیا  ته او ددې هیواد  له پلازمینې ادیس ابابا څخه د هوا له لارې استانبول ته لیږدول کیږي .

د تورکیې لخوا د خپلو اتباتو د ایستو په عملیاتو کې د ډیرو هیوادونو لکه اذربایجان، جاپان، چین، مکسیکو او یمن اتباع هم تخلیله کیږي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د اپريل په ۲۰ مه نېټه د سوډان د حاکميت شورا له رئيس او د پوځ له قوماندان جنرال عبدالفتاح البرهان او د سوډان د حاکميت د شورا له مرستيال محمد حمدان داغلو سره جلا جلا ټيلېفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اپریل په ۲۲ د سوډان د بهرنیو چارو له وزیر علي الصادق سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

یوشمېر هېوادونو له تورکیې څخه د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

په سوډان کې د پوځ او چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ نښتې دویمې اونۍ ته داخلې شوې دي.

د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو تر منځ په نښتو کې چې  بلواګرانو په توګه  اعلان شوي دي، په پلازمینه خرطوم او نورو ښارونو کې په روانو نښتو کې تر اوسه پورې ۴۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۵۵۱ تنه نور ټپیان شوي  دي.


پيوندونه: #نښتې , #سوډان , #تورکیه

اړوند خبرونه