تورکیې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ غړیتوب د منظورۍ پروسه پیل کړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، وویل " د فنلنډ لخوا زموږ د امنیتي اندیښنو د حل کولو د حساسیت  ښودلو له امله، موږ هم پریکړه وکړه چې په خپل پارلمان کې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ د غړیتوب د پروتوکول د  منظورۍ پروسه پیل کړو.

1961490
تورکیې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ غړیتوب د  منظورۍ پروسه پیل کړه

تورکیې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ غړیتوب منظور کړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، وویل " د فنلنډ لخوا زموږ د امنیتي اندیښنو د حل کولو د حساسیت  ښودلو له امله، موږ هم پریکړه وکړه چې په خپل پارلمان کې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ د غړیتوب د پروتوکول د  منظورۍ پروسه پیل کړو.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  په پلازمینه انقره کې  د فنلنډ  د ولسمشر  سره  په ګډه خبري غونډه کې  وکړې.

اردوغان په خپلو څرګندونو کې  وویل چې  د فنلنډ د ولسمشر سره په لیدنه کې  د سیمه ییزو او نړیوالو مسلو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې . ولسمشر اردوغان وویل چې  په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب نه د فنلنډ قوي ملاتړ زموږ لپاره ډیر زیات مهم دی.

اردوغان، وویل " د فنلنډ لخوا زموږ د امنیتي اندیښنو د حل کولو د حساسیت  ښودلو له امله، موږ هم پریکړه وکړه چې په خپل پارلمان کې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ د غړیتوب د پروتوکول د  منظورۍ پروسه پیل کړو.

ولسمشر اردوغان د ناټو په سازمان کې د سويډن د غړیتوب په اړه وویل ،

"موږ هغوې  ته  د ۱۲۰ ترهګرو نوملړ ورکړ، موږ وویل، موږ ته یې راکړئ. که چیرې تاسې موږ ته  ترهګر ونه سپارو، زموږ لخوا هم  په ناټو سازمان کې ستاسې لپاره مثبت ځواب ممکن ندی."

اردوغان وویل چې دوی به له سویډن سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اتحادیې د اصولو او د تورکیې د تګلارو پر بنسټ خپلو خبرو ته دوام ورکړي او دا چې دغه بهیر څنګه پرمخ ځي، د سویډن په کوټلو ګامونو پورې اړه لري.

د فنلنډ ولسمشر د تورکیې د حسن نیت او ددې پریکړې له امله مننه وکړه.

د فنلنډ ولسمشر وویل ، د تورکیې لخوا د ناټو په سازمان کې زموږ  غړیتوب ته منظوري ورکول د فنلنډ د ټولو خلکو لپاره یو ډېر مهم خبر دى. موږ له تاسو ډېره مننه کوو."



اړوند خبرونه