ولسمشر اردوغان د عراق د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د عراق له لومړي وزير محمد شياع السوداني سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

1930905
ولسمشر اردوغان د عراق د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د عراق له لومړي وزير محمد شياع السوداني سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټيلیفوني خبرو کې د تورکیې او عراق پر اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان  پدې خبرو کې  پدې  باور  څرګند کړ چې  په راتلونکې کې  به  په هر ډګر کې  دوه اړخیزې  او سیمه ایزې همکارۍ  لا پیاوړې شي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې دوې د عراق  سولې، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ته د تورکیې د سولې، ثبات، مځکنۍ بشپړتیا او امنیت په اندازه ته اهمیت ورکوي. ولسمشر اردوغان وویل چې د عراق په خاوره کې د PKK د بیلتون غوښتونکې ترهګرې ډلې د شتون ختمول هم ددې هیواد د ملي امنیت د ګټو اړتیا ده.



اړوند خبرونه