د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د اقلیم بحران د ټول بشریت کډ بحران دی.

هغه دا څرګنده ده چې " د اقلیم د کړکیچ د ویجاړونکو اغیزو سره د مبارزې په برخه کې ډیر ګډ کار ته اړتیا ده. د اقلیم بدلون او هغه ستونزې چې د هغې لامل کیږي د بشریت ګډه اندیښنه ده."

1929975

ولسمشر اردوغان  د سویس په جنیوا ښار کې  د ملګروملتونو او پاکستان  په کوربه توب  جوړ شوي  د « اقلیم په وړاندې مبارزه  پاکستان » په نامه  نړیوال کنفرانس ته  یو ویډیويي پیغام  واستاوه.

ولسمشر اردوغان  په تیرو میاشتو کې  په پاکستان کې د رامنځته شوو سیلابونو د ناورینونو ته په اشارې سره وویل چې "د تورکیې په توګه، مونږ په دې سخته ورځ کې د پاکستان خلک یوازې نه دي پریښي، لکه څنګه چې موږ په ټول  ګډ تاریخ کې لرو."

ولسمشر اردوغان وویل چې تورکیې د ۱۵ الوتکو او ۱۳ اورګاډو په واسطه پاکستان ته د ۷۵۰۰ ټنو نه زیات بشري مرستې رسولي دي.

"مونږ دوه کښتۍ هم رالېږلې چې له ۱۶۳۰ ټنو څخه زیاتې بشري مرستې پکې بار وې. زه هیله لرم چې بندرونو ته د دغو کښتیو په رسېدو سره به زمونږ د پاکستاني وروڼو ستونزې یو څه کمې شي."

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره چې د تورکیې سربیره نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هم د پاکستان د خلکو په  ټپونو  د مرهم پټۍ لګولو  هڅې پیل کړي دي وویل، "په هرصورت، دا څرګنده ده چې د اقلیم بحران د ویجاړونکو اغیزو په وړاندې د ډیرو ګډو کار کولو اړتیا ده. د اقلیم بدلون او هغه ستونزې چې د هغې لامل کیږي د انسانیت لپاره یوه عامه مسله ده. هغه پیښه چې په پاکستان کې رامنځ ته شوې وه ییو ځل بیا د اقلیم بدلون ویجاړونکي اغیزې څرګندې کړې.

دا اړینه ده چې د یوې ستراتیژۍ په چوکاټ کې په پیوستون کې د دې او ورته ناورینونو سره مبارزه وشي. تورکیه په دې نړیواله مبارزه کې د ونډې اخیستو په برخه کې خپل مسولیتونه ادا کوي. د ناورین ځپلو سیمو سربیره، د پاکستان په ټولو سیمو کې چې د ناورین له خطر سره مخ دي د اقلیم په وړاندې مقاومت به د نویو مصیبتونو مخه ونیسي.

اړوند خبرونه