تورکیې بهرنیو چارو وزیر په انقره کې د خپل یمني سیال سره ولیدل

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، دوی غواړي چې ژر تر ژره د یمن سره  قونسلګرۍ  په اړه سلا مشورې وکړي.

1922404
تورکیې بهرنیو چارو وزیر په انقره کې د خپل یمني سیال سره ولیدل

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، دوی غواړي چې ژر تر ژره د یمن سره  قونسلګرۍ  په اړه سلا مشورې وکړي.

مولود چاوش اوغلو په پلازمېنه انقره کې له خپل یمني سیال احمد عوض بن مبارک سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

چاوش اوغلو وویل چې یمن د تورکیې او تورکیې د خلکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

"په یمن کې بشري بحران جدي اړخ ته رسېدلی دی. د یمن له نیمایي څخه زیات خلک د خوراکي توکو له بحران سره مخ دي. مونږ په دې سختو ورځو کې د یمن تر څنګ ولاړ یو. مونږ له اوکراین څخه ۳۷ زره  تنه غلې دانې په تورکیه کې په اوړو بدلې کړي او یمن ته مو استولي دي .

چاوش اوغلو زیاته کړه چې  دوی یمني ځوانانو ته د تورکیې  تحصیلي بورسونو ورکولو ته دوام ورکوي.

سږکال مونږ ۷۹ زده کوونکو ته تحصیلي بورسونه ورکړل. په تورکیه کې څه باندې ۷ زره محصلین زده کړې کوي. یوازې د دیپلوماتانو روزنه کافي نه ده، د یمن امنیت مهم دی. زموږ د پولیسو عمومي قومانداني  د یمن د پولیسو روزنې ته دوام ورکوي. کله چې په یمن کې ثبات راشي، مونږ به خپلې مرستې لا زیاتې کړو.»

چاوش اوغلو ویلي چې دوی غواړي ژر تر ژره له یمن سره د قونسلګرۍ  په اړه مشورې وکړي.

له بلې خوا، چاووش اوغلو د طالبانو د ادارې د هغې پریکړې په اړه غبرګون وښود چې په افغانستان کې یې د پوهنتون د ښځینه محصلینو زده کړې ځنډولي دي. هغه وویل چې

"د ښځینه زده کوونکو پر زده کړو بندیز مونږ ډیر زیات خفه کړی یو. دا بندیز نه اسلامي  او نه هم انساني دی. هیڅ اسلامي اړخ نلري. مونږ دا پرېکړه ردوو. موږ له طالبانو هیله کوو چې ددې پریکړې نه لاس په سر شي. مونږ به خپلو افغان وروڼو ته د زده کړو او تحصیلي بورسونو ورکولو ته دوام ورکړو." هغه وویل.



اړوند خبرونه