اردوغان په اوزبیکستان کې جوړه شوې د تورکي‌ دولتونو د تشکیلاتو د مشرانو په سرمشریزه کې وینا وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "دا به ګټوره وي چې د تورکي دولتونو  د پانګونې صندوق ژر تر ژره  جوړ او په فعالیت پيل وکړي."

1905068

ولسمشر اردوغان  د تورکي  دولتونو تشکیلاتو  د مشرانو په نهمه  عالي‌ سرمشریزه کې چې د اوزبیکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې "مونږ د اذربایجان د پر حق مبارزې په څیر د سولې د هلو ځلو  په برخه کې هم  ترینه ملاتړ کوو."

اردوغان وویل، "موږ هڅه کوو چې په اوکراین کې له روسیې سره نهه میاشتنۍ جګړه په عادلانه توګه پای ته ورسوو، او مونږ د خوراکي توکو د بحران د مخنیوي لپاره اړین ګامونه اوچت کړي‌ دي."

"مونږ هغه هېواد یو چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو کډوالو کوربه توب کوو، د نږدې ۵ میلیونو مظلومو خلکو کوربه توب کوو. ددې ترڅنګ  دا به هم مناسبه وي چې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي او مدیریت په برخه کې همکاري زیاته کړو او د ګډ امنیت مفهوم ته وده ورکړو."

ولسمشر دا هم ویلي چې د تورکي دولتونو د تشکیلاتو د پانګونې صندوق  باید ژر تر ژره جوړ او په فعالیت پيل وکړي.

اړوند خبرونه