ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر ۲۹ د تورکیې جمهوریت د ۹۹ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکيې جمهوریت د ۹۹ کلیزې په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر ۲۹ د تورکیې جمهوریت د ۹۹ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
اردوغان د اکټوبر د ۲۹مې د جمهوریت د کلیزې په مناسبت د ترکیې په ۸۱ ولایتونو هر وګړي او د ټولې نړۍ میلیونونو تنو تورکانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغو کسانو مننه وکړه چې په بهر کې یې د تورکیې په نمایندګیو کې د جشن په خوښیو کې ګډون کړی دی.
ولسمشر اردوغان د تورکیې د جمهوریت د بنسټ ایښودونکي غازي مصطفی کمال او د هغو اتلانو په یادولو سره چې د خپلواکۍ په جګړه کې یې د بریا تاج په سر کړ وویل: ۹۹ کاله وړاندې یې د تورکیې جمهوریت چې په خورا سختو شرایطو کې تاسیس شوی وو د معاصر مدنیت کچې د رسولو لپاره دروند قیمت ادا کړ او نه ستړې کیدونکې مبارزه یې وکړه.
"مونږ په هیواد کې لاسته راوړنو او ترسره کړو خدماتو پر بڼسټ هوډ لرو چې د تورکیې پیړۍ جوړه کړو. مونږ تورکیه په یو داسې هیواد بدل کړ چې ډیموکراسي د ټولو لپاره نمونه د مثال ده ، پیاوړي اقتصادي سیستم لري او ډیپلوماسۍ د ټولې نړۍ لخوا تعقیبږي. پداسې یو حساس وخت کې چې په نړۍ کې ناڅرګندي تر هر وخت ډیره شوې ده د سولې، ثبات او عدالت د ټینګښت په برخه کې زمونږ هڅې د ټولو برخو لخوا ستایل کیږي. مونږ د خپل قوي او متشبث بشري بهرني سیاست سره په سوریه کې د بشري تراژیدي د پای ته رسولو څخه نیولې د روسیې او اوکراین کړکیچ حل کولو پورې په شاوخوا سیمه کې د سولې او سوکالۍ د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوو."
ولسمشر اردوغان وویل چې د هغه هیواد په توګه چې د خپل ملي عاید په پرتله تر ټولو زیاتې بشري مرستې کوي، هر چیرې چې مظلوم، او اړمن وي د دوی د دین، عقیدې ، ژبې، توکم او پوټکي رنګ په پام کې نیولو پرته د هغوی مرستې ته دانګي افتخار کوو.
اردوغان د اکتوبر د ۲۹مې د جمهوریت د ۹۹ کلیزې په مناسبت یو ځل بیا د هیواد دننه او بهر ټولو ته مبارکي وویله او ملت ته یې د روغتیا، سولې او هوساینې هیله وکړه:
"زمونږ د شهیدانو اروا دې ښاده وي. زمونږ د جمهوریت ۹۹ یمه کلیزه مو مبارک شه."