ولسمشر اردوغان ته د تورکیې جمهوریت د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه
د اذربایجان ، اوکراین او قزاقستان ولسمشرانو ولسمشر اردوغان ته د تورکیې جمهوریت د ۹۹ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه راستولي دي
د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف د اکتوبر د ۲۹مې د تورکیې جمهوریت د کلیزې په مناسبت ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د مبارکۍ پیغام استولی دی.
علی یف په راستولي پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د آذربایجان او تورکیې اړیکې چې د دوستۍ او ورورولۍ پر بنسټ ولاړې دي، نن ورځ په نړۍ کې بې ساري دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یووالی او پیوستون د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات یو مهم عنصر دی.
"مونږ تل به خپلې دې ورورولۍ او دوستۍ افتخار کوو او هیڅکله به یې هیر نکړو چې ورور هیواد تورکیې د تاریخ په خورا مهمو شیبو کې له اذربایجان سره ترڅنګ ولاړ وو. د قره باغ په دوهمه جګړه کې هم زمونږ ترڅنګ ولاړ وو او ستاسو په ګډون ستاسو ټولو خلکو لد جګړې د لومړیو شیبو څخه تر وروستۍ شیبې پورې زمونږ نه قوي ملاتړ ښودلی دی.
زه باور لرم چې زمونږ د هېوادونو تر منځ اتحاد چې د «یو ملت، دوه دولتونو» په شعار سره جوړ شوی، زمونږ په ګډو هڅو سره به په بریالیتوب سره پرمختګ وکړي. د دې مهمې ورځې په مناسبت تاسو ته د روغتیا، خوښۍ، په دولتي چارو کې بریالیتوب او د تورکیې ورور ملت ته د سولې، ارامۍ او سوکالۍ هیله کوم."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اکتوبر د ۲۹ مه د تورکیې جمهوریت د ۹۹ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی.
زیلینسکي د تورکیې جمهوریت د تاسیس د ۹۹یمې کلیزې په مناسبت په خپل ټویټر پاڼه کې لاندې څرګندونې کړي دي.
"زه د تورکیې د جمهوریت د تاسیس د ۹۹مې کلیزې په مناسبت د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته مبارکي وایم، د تورکیې دوستو خلکو ته د سولې، هوساینې او سوکالۍ هیله کوم، زه باور لرم چې زمونږ ګډې هڅې به تورې بحیرې سیمې ته سوله امنیت او ثبات بیرته راولي.»
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف هم د اکتوبر د ۲۹ د تورکیې جمهوریت د ۹۹ کلیزې په مناسبت ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغام استولی دی.
توکایف په خپل پیغام کې ولسمشر اردوغان او د تورکیې خلکو ته مبارکي ویلې ده.
هغه ویلي "په دې کې شک نشته چې دا نېټه ستاسو د هېواد په تاريخ کې خورا مهم ځاى لري."