د اکتوبر ۲۹ مه د تورکیې جمهوریت د ۹۹ کلیزې لومړني رسمي مراسم د اتاترک په مزار کې جوړ شول
د تورکیې جمهوریت د ۹۹ کلیزې د لمانغونډو په چوکاټ کې لومړنۍ رسمي مراسم د تورکیې جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک په مزار کې جوړ شول.
د تورکیې جمهوریت د ۹۹ کلیزې د لمانغونډو په چوکاټ کې لومړنۍ رسمي مراسم د تورکیې جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک په مزار کې جوړ شول.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ ټول دولتي چارواکو د جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د مزار زیارت وکړ.
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ هیئت لومړی د مصطفی کمال اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته د درناوي مراسم پر ځای کړل.
همداشان وروسته د تورکیې ملي سرود وغږول شو .
ولسمشر اردوغان د ملي سرود نه وروسته د اتاترک د مزار د میثاق ملي څلي ته لاړ او هلته د اتاترک د مزار ځانګړی کتاب لاسلیک کړ او داسې ولیکل .
ګرانه اتاترکه! نن مونږ د خپل جمهوریت ۹۹ یمه کلیزه چې ستاسو تر مشرۍ لاندې د یوې ډیرې سختې او سترې مبارزې وروسته تاسیس شوی لمانځنه کوو. ستاسې د ذات عالي او زمونږ د شهیدانو دا ستر امانت جمهوریت تر ابده پایدار کولو په د خپل وس او توانه پورې کارکولو ته دوام ورکوو. مونږ نن ورځ د ټولو خنډونو سره سره ، دا پیړۍ د تورکیې د پیړۍ د جوړولو ، او د خپل ملت خیالونه په حقیقت د بدلولو لپاره په ډیره قوي توګه خپلې مبارزې ته دوام ورکوو. مونږ ویاړو چې پدې تاریخي ورځ د هیواد لومړنی برېښنايي موټر TOGG د تولید فابریکه په ویاړ سره پرانیزو. مونږ د خپل ملت خوب او خیالونه په حقیقت د بدولو په خاطر د پیاوړي هوډ سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.
اروا مو ښاده .
د جمهوریت ورځ مو مبارک شه."
د ویلو ده چې پدې مراسمو کې د ولسمشر اردوغان سربیره د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ ، د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای، د قضایه قوې مشرانو، د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو، د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي، د ښه ګوند مشرې میرال اقشنر، د کابینې غړیو، د پارلمان وکیلانو او نورو جګپوړو چارواکیو ګډون کړی وو.