ولسمشر اردوغان په نیویارک کې د نړۍ د یو زیات شمیر مشرانو سره ولیدل

په نیویارک کې د ولسمشر اردوغان مهمې لیدنې کتنې

1883172
ولسمشر اردوغان په نیویارک کې د نړۍ د یو زیات شمیر مشرانو سره ولیدل

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  ولسمشر ایرسین تاتار، د اتریش له ولسمشر الکساندر وان دیر بیلن او د پولنډ له ولسمشر اندریز دودا سره وکتل.

اردوغان په نيويارک كې د تورکیې په کور یا مجتمع  كې چې د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي غونډې په څنډه کې ، خپلو تماسونو ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان  د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  له ولسمشر ایرسین تاتار، د اتریش له ولسمشر وان دیر بیلن او د پولنډ له ولسمشر اندریز دودا سره وکتل.

وروسته اردوغان له امریکايي سناتور جیمز ریش، د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي او د انګلستان  د لومړۍ وزیرې لیز تروس سره وکتل.

دا لیدنې کتنې ټولې د رسنیو نه بندو دروازو ترسره شوې.

ولسمشر اردوغان  د  تورکیې په کور  کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو  بنسټ لخوا په جوړ شوي ګردي میز کې ګډون وکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګرۍ د شورا د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ  لخوا جوړې  شوې میلمستیا ګډون وکړ او دلته  ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې تورکیه او امریکا  دوه دوست هیوادونه، متحدین او ستراتیژیک شریکان دي چې ژورې اړیکې لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د دواړو هېوادونو تر منځ څو اړخیزه همكارۍ د نړۍ په ډېرو سيمو كې د سولې او ثبات په رامنځته كولو كې سره مرسته کوي او ستره ونډه اخيستې ده.  هغه زیاته کړه له اوكراين څخه نيولې بيا تر لوېديځ پورې  د بالکان نیولې له منځني ختیځ څخه تر افریقا پورې په پراخه جغرافیه كې له انرژۍ څخه نيولې بيا د خوړو د امنيت په اړه په ډېرو مسايلو كې يو شان نظر لري.

اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۷ عمومي اسامبله کې د ګډون کوونکو مشرانو او د هغوی د میرمنو په درناوي د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا په ورکړل شوې میلمستیا کې له ګډون وروسته تورکیې ته راستون شو.



اړوند خبرونه