ولسمشر اردوغان په نیویارک کې د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره لیدنې وکړې
ولسمشر اردوغان چې د ملګرو ملتونو په ۷۷مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا نیویارک ښار ته سفر کړی ، د نړۍ د مشرانو سره لیدونو ته دوام ورکوي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اردن له پاچا دویم عبدالله سره ولیدل.
ولسمشر اردوغان چې د ملګرو ملتونو په ۷۷مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا نیویارک ښار ته سفر کړی ، د نړۍ د مشرانو سره لیدونو ته دوام ورکوي.
اردوغان د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ته له وینا وروسته د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د فنلنډ له ولسمشر ساولي نینیستو او د قرغیزستان له ولسمشر صدر جباروف سره جلا جلا لیدنې وکړې.
اردوغان د هسپانیا له لومړي وزیر پیډرو سانچیز سره د لیدنې نه وروسته د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومرت توکایف، د جنوبي کوریا له ولسمشر یون سوک یول او د بنګله دیش له لومړۍ وزیرې شیخ حسینه ویسید سره هم خبرې وکړې.
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول په ناټو سازمان کې د ولسمشر اردوغان د رول او رهبرۍ ستاینه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې کوریا ولسمشر یون سوک یول سره په لیدنه کې هغه ته د خپل هیواد د بلنه ورکړه چې سمدلاسه د سفر پلان د پلان په جوړولو پيل شوی دی. هغه وویل چې دا سفر به پلان شي ځکه چې مونږ لیدنې ته اړتیا لرو. ډیر کارونه دې چې باید په ګډه سره وکړو.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د قزاقستان له ولسمشر توکایف سره د اردوغان په خبرو کې ملګرتيا وکړه.
اردوغان له دې ځایه ولاړ او د اردن له پاچا دویم عبدالله سره یې د تورکیې په کور یا مجتمع کې لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان وروسته د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له مشر ګیانني انفانتینو سره ولیدل.
همداشان ولسمشر اردوغان د اسرائیلو له صدراعظم یایر لاپید او د جاپان له صدراعظم کیشیدا فومیو سره هم وکتل.
د جاپان د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې، کیشیدا په اوکراین کې د روسیې بریدونه "تاوتریخوالي لامل وباله او وویل چې دې بریدونو د نړیوال نظم بنسټ مات کړی دی".
کیشیدا وویل چې دوی د بریدونو لاندې د اوکراین نه د غلو صادراتو بهیر د جاري ساتلو په برخه کې د تورکیې د فعال رول او د هغې "مثبت ډیپلوماتیکو هڅو" ستاینه وکړه.
د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي همکارۍ د معاهدې د سمدستي نتيجې لپاره د خبرو اترو د ګړندي كولو باندې اتفاق وكړ.۔
ولسمشر اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې هم وکړې.
زیلینسکي ددې ټیلیفوني خبرو نه وروسته په خپل ټولنیزه میډیا پاڼه کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي "مونږ د تورکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې وکړې او پر اوسنیو امنیتي مسایلو مو خبرې وشوې."
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل