د ولسمشر اردوغان دې ځواب په ټولنیزو رسنیو کې ډیر زیات انعکاس موندلی

د ولسمشر اردوغان دې ځواب په ټولنیزو رسنیو کې ډیر زیات انعکاس موندلی دی. که هغه بایدن دی زه اردوغان یم

1882759
د ولسمشر اردوغان دې ځواب په ټولنیزو رسنیو کې ډیر زیات انعکاس موندلی

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسامبلې په غونډه كې د ګډون لپاره د امريكا نيويارک ښار ته تللی دی ، د خبريالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ايا تاسو د خپل دې سفر په چوکاټ کې د امريكا له ولسمشر جوبايډن سره د مخامخ لیدنې هیله درلودله ؟ وویل "ولې؟ که هغه بایډن دی زه اردوغان یم." د ولسمشر اردوغان دې ځواب په ټولنیزو رسنیو کې ډیر زیات انعکاس موندلی دی.

ولسمشر اردوغان په نیویارک کې د خپلو تماسونو په ترڅ کې د امریکا نه د F-16 الوتکو د پېرلو په اړه خبرې وکړې.

اردوغان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره تر لیدنې مخکې د F-16 الوتکو په اړه د یوه خبریال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې د F-16 الوتکو په اړه يي د امریکايي سناتورانو مثبت غبرګون ترلاسه کړ.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په څرګندولو سره وویل چې د امریکا د ولسمشر بایډن لخوا په جوړیدونکې میلمستیا کې به  ګډون وکړي. همداشان هغه د خبریالانو ددې  پوښتنې په ځواب کې چې  « ایا تاسو د امریکا د ولسمشر بایډن سره د جلا دوه اړخیزې غونډې په بڼه یعنې د مخامخ لیدنې هیله درلودله؟ وویل ، "ولې؟ که هغه بایډن دی، زه اردوغان یم."

د اردوغان دا ځواب په ټولنیزو رسنیو کې د ډیرو زیاتو خلکو لخوا خوښ او شریک کړی شو.



اړوند خبرونه