د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نیویارک ته سفر کړی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملګروملتونو سازمان په کلنۍ اسمبله کې د ګډون په موخه د امریکا نیویارک ښار ته سفر کړی.

1881576
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نیویارک ته سفر کړی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملګروملتونو سازمان په کلنۍ اسمبله کې د ګډون په موخه د امریکا نیویارک ښار ته سفر کړی.

ولسمشر اردوغان به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د نړۍ مشرانو په وینا کې د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو په اړه خپل وړاندیز تکرار کړي .

ولسمشر اردوغان به د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنې هم وکړي.

ولسمشر اردوغان به سبا د ملګروملتونو سازمان کلنۍ عمومۍ غونډې ته وینا وکړي.

تمه کیږي چې ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د ملګروملتونو سازمان په ساختار کې د جدي  اصلاحاتو وړاندیزونه تکرار کړي.

ولسمشر اردوغان به  په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره وګوري. اردوغان – ګوتیریش به پدې لیدنه کې  د غلو دانو  دهلیز عملیاتو ، ملګرو ملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو پر وړاندیزونو  او  په ځانګړي توګه د روسیې او اوکراین په جګړې خبرې او تبادله د نظر وکړي.

ولسمشر اردوغان  به په امریکا کې فعالیت کوونکو د تورکي ملکي ټولنو له استازو سره هم وګوري. ولسمشر اردوغان به نن په په نیویارک کې د تورکیې په کور کې  د امریکا د یهودانو د ټولنې او سازمانونو له استازو سره وګوري.

همداشان ولسمشر اردوغان به نیویارک ته د خپل سفر په چوکاټ کې د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره لیدنې کتنې وکړي.

اردوغان به د ملګرو ملتونو د ودانۍ په څنګ کې چې تېر کال پرانستل شوې، د تورکیې کور یا مجتمع  کې  د اسرائيلو له لومړي وزير ياير لاپيد، د جاپان له لومړي وزير فوميو کيشيدا او د بريتانيا له نوې ټاکل شوې لومړۍ وزيرې اليزابيت تروس سره وګوري.

پدې لیدونو کې به د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره په اقتصادي، تجاري او همکاریو په اړه هم خبرې وشي.



اړوند خبرونه