تورکیې پاکستان ته چې د سېلابونو له امله سخت زیانمن شوی په بشري مرستو بار دوه نورې الوتکې ولېږلې.
تورکیه د پاکستان د سیلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکوي
تورکیې پاکستان ته چې د سېلابونو له امله سخت زیانمن شوی په بشري مرستو بار دوه نورې الوتکې ولېږلې.
د تورکیې د ملي دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان ویل شوي دي چې " مونږ د خپلو پاکستاني ورونو سره چې د سیلابونو له امله سخت زیانمند شوي مرستو ته دوام ورکوو. په بشري مرستو بار د تورکیې د وسله والو ځواکونو اړوند دوه نورې الوتکې هم پاکستان ته واستول شوې.
د بله پلوه د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې پاکستان ته د خیمو او د بشري مرستو د رسولو لپاره د "هوایي پل" د جوړولو اعلان وکړ او وویل چې مرستو توکي یې سیلاب ځپلو سیمو ته استولي دي.
د پاکستان د ناورینونو د مدیریت ملي ادارې اعلان وکړ چې د جون له ۱۴ راهیسې د مونسون بارانونو له امله رامینځته شوي سیلابونو او ځمکې ښوییدو له امله له ۱۰۶۰ څخه ډیر خلک مړه شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د سختو بارانونو له امله ٩٩٢ زره ٨٧١ کورونه زيانمن شوي، ٧٢٧ زره ١٤٤ فارم څاروي له منځه تللي، شاوخوا ٣٣ ميليونه ٤٦ زره کسان د بارانونو له امله اغېزمن شوي او ٤٩٨ زره ٤٤٢ کسان په مرستندويه کمپونو کې ژوند کوي.