د عراق د موصل د نړۍوال هوايي ډګر د بیارغونې چارې تورکي ساختماني شرکتونو ته ورکړل شوې
د عراق د موصل ښار د هوايي ډګر د بیاجوړونې چارې دوه تورکي ساختماني شرکتونو ته ورکړل شوې .
1866536
د عراق د موصل ښار د هوايي ډګر د بیاجوړونې چارې دوه تورکي ساختماني شرکتونو ته ورکړل شوې .
ویل شوي چې دوه تورکي شرکتونه به د عراق د موصل نړیوال هوايي ډګر ترمیم کړي.
د موصل ولایت والي نجم الجبوري رسنیو ته په یوه بیان کې وویل چې د موصل هوایی ډګر د ترمیم کار د "TAV ساختماني او ۷۷ ساختماني" شرکتونو ته چې نړیوال تجربه لري ورکړل شوی دی.
الجبوري ویلي چې د موصل هوايي ډګر چې پخوا د کورنیو الوتنو لپاره کارول کیده، په نړیوال هوايي ډګر بدل شوی او له شرکتونو سره یې یو تړون هم لاسلیک کړی دی.
د موصل والي زیاته کړه چې د ترمیم چارې به ډېر ژر پیل شي او دا هوايي ډګر به د موصل او ټول عراق لپاره د نړۍ پرمخ پرانیستل شوې نوې دروازه شي.