د تورکیې ملی شورا رئیس د الغنوشي د خوشې کیدو له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ
د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د تونس النهضه غورځنګ مشر او د منحل شوي پارلمان رئیس راشد الغنوشي د خوشې کیدو له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د تونس النهضه غورځنګ مشر او د منحل شوي پارلمان رئیس راشد الغنوشي د خوشې کیدو له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
شنټوپ د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي ،
"له یوې اوږدې محاکمې وروسته د راشد الغنوشي خوشې کېدل یو ډیر نیک اقدام او پر ځای پریکړه ده. زه د هغه د هر ژر روغتیا هیله کوم."
مصطفی شنټوپ په خپل پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي چې د سیاستوالو تر منځ باید سیاسي مبارزه او له سیاسي لارو سره مبارزه وشي او قضایه قوه باید د سیاسي مبارزې وسیله نه وي.
د النهضه غورځنګ مشر راشد الغنوشي پرون د تونس د نماء ټولنې د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه د ترهګرۍ ضد عدلي مرکز کې جوړې شوې محاکمې د جلسې نه وروسته خوشې شو.
د تونس د نماء ټولنې د قضیې په چوکاټ کې، راپور ورکړل شوی چې د هغو کسانو په منځ کې چې په بانکونو کې د تورو پیسو مینځلو تحقیقاتو په چوکاټ کې شتمني کنګل شوي دي، غنوشي او د هغه زوی، او همدارنګه پخوانی لومړی وزیر حمادي الجبالي او د هغه دوه لوڼې، او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رفیق عبدالسلام شتون لري.
د تونس د النهضه غورځنګ مشر غنوشي ویلي وو چې هغه د جولای په ۱۴ د تروریزم ضد عدلي مرکز څخه د بیان ورکولو په خاطر جلب ترلاسه کړی دی. غنوشي ویلي وو وکړ چې هغه به د جولای په ۱۹ د تحقیق کونکي قاضي ته حاضر شي.
غنوشي پر هغه لګیدلي ټول تورونه رد کړل او بې بڼسته يي وبلل.