نن د جولای ۱۵مه د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ ده
د جولای د ۱۵ د فتح الله ګولن ترهګریز لخوا د ترسره شوې کودتا د ناکامولو د شپږمې کلیزې په مناسبت د ولسمشر اردوغان پيغام
نن د جولای ۱۵مه د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ ده…
په بل عبارت، د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې خاینې کودتا شپږمه کلیزه.
تورک ملت د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوي کودتا په شپه، د مقاومت یوه داسې بې ساري بیلګه په ډاګه کړه، چې په تاریخ کې ساری لیدل شوی ندی. د هیواد خپلواکۍ او روښانه راتلونکي نه يي یو ځل بیا په ډیره شهامت او میړانتیا سره دفاع وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په دې شپه چې د ښارونو مهمې لویې لارې ، سړکونه ، پلونه ، دولتي ادارې ، جنکشنونو او څلورلارې د کودتاچي یرغلګرو لخوا اشغال شوې وې او د هیواد ملي حاکميت سمبوليکو ودانيو لکه د ملي شورا ودانۍ د اف ۱۶ جنګي الوتکو لخوا د بمبار لاندې قرار درلود په مقابل کې د یو تلویزیوني چینل له لارې خپل غږ هیوادوالو ته ورسو او په هیوادوالو غږ وکړ چې "زه خپل ملت ته د کودتاچیانو په مقابل کې میدانونو ته د راوتو بلنه ورکوم." د ولسمشر اردوغان دې بلنې د کودتا سیر ته تغیر ورکړ .
له دې وروسته د تورکیې ولس واټونو، لارو او سړکانو ته راووت او د کودتا کوونکو پر وړاندې یې په مقاومت پيل وکړ.
د تورک ولس په دې عالي شانداره مقاومت کې ۲۵۱ تنه په هیواد او ازادۍ مین
هیوادوال د ظالم کودتاچیانو لخوا په شهادت ورسیدل.
د جولای د شپاړلسمې نیټې د سهار لومړیو ساعتونو کې معلومه شوه چې په کوڅو کې د هیوادوالو او په پوځي قشلو کې د وطنپالو سرتیرو لخوا د پرديپالو کودتاچیانو په وړاندې مبارزې نتیجه ورکړه او پاڅون وځپل شو.
نن یو ځل بیا د دغه سپیڅلي مقاومت په شپږمه کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د شهیدانو یاد تازه کیږي او له هغوی سره د وفادارۍ او مینې احساس یو ځل بیا څرګندیږي.
له بلې خوا ولسمشر اردوغان وویل چې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ نیټه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د کودتا هڅه د تورک ولس د شانداره مقاومت په پایله کې ماته شوه او غوڅه بریا د تورک ولس په برخه شوه. هغه وویل چې
"موږ به د جولای د ۱۵ مې روح ژوندی وساتو، او موږ به د تورکیې لپاره نه ستړي کیدونکي کار ته دوام ورکړو."
د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت د ولسمشر اردوغان پیغام چې په تورکي او انګلیسي ژبو لیکل شوی دی نن د هیواد په ځینو ورځپاڼو کې خپور شوه.
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ددې خبرې په ټینګار سره ویلي دي چې د تورکیې د مینې په خاطر درزیدونکو زړونو د ۲۰۱۶ کال د جولای د میاشتې په ۱۵ نیټه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف چې کودتا سره د هیواد د اشغالولو هڅه کوله د مقامت یو تاریخي داستان ولیکه. ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ،
"موږ د دولت او ملت په توګه اوږه په اوږه پرته له ماتي او ډار څخه د سپیڅلي مقامت سره مو کودتاچیانو ته د تیریدو اجازه ورنکړه او یو بله سپیڅلي بریا راپه برخه شوه. د هیواد د هر وګړي نه چې په هغه شپه يي د ډیر ژور بصیرت او ستر شهامت او میړانتیا سره د خپل وطن ، بیرغ او ازادۍ نه دفاع کړې ده سلام وړاندې کوم.
ټولو شهیدانو نه په درناوي یادونه کوو او غازیانو ته د سلامتیا او هوسا ژوند غوښتنه کوم.
د جولای ۱۵ روح به ژوندی وساتو او د تورکیې سره د مینې په خاطر نه ستړی کیدونکی کار ته دوام ورکوو.»