د تورکیې په ملي راډیو تلویزیون کې د جولای د ۱۵ مې د کودتا د شهیدانو یاد غونډه جوړه شوه

د توركيې د ملي راډيو ټلويزيون عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي وويل چې د ۲۰۱۶ كال د جولاى د ۱۵مې نېټې په شپه د فتح الله ترهګريز سازمان  د كودتا د هڅې پر خلاف مبارزه به  په هر پلاتفورم کې بیان کړي .

1855585
د تورکیې په ملي راډیو تلویزیون کې د جولای د ۱۵ مې د کودتا د شهیدانو یاد غونډه جوړه شوه
trt 15 temmuz anma
trt 15 temmuz anma.jpg
trt genel lmuduru mehmet zahit sobaci

د توركيې د ملي راډيو ټلويزيون عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي وويل چې د ۲۰۱۶ كال د جولاى د ۱۵مې نېټې په شپه د فتح الله ترهګريز سازمان  د كودتا د هڅې پر خلاف مبارزه به  په هر پلاتفورم کې بیان کړي .

هغه دا څرګندونې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون په مرکزي ودانۍ کې چیرې چې  د جولای د ۱۵ مې د کودتا په شپه د فتو ترهګریز سازمان د لومړنیو اهدافو نه وه د شهیدانو په یاد غونډه کې وکړې.

پدې غونډه کې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  د اجرایوي شورا رئیس احمد البیرک، د ټي آر ټي  عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي او د ادارې کارکوونکو ګډون کړی و.

سوباچي په خپلو خبرو کې وویل ، که چیرې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ نوی کتاب ولیکل شي، سریزه يي باید تورکیې ته ځانګړې شي.

هغه زیاته کړه "موږ د جولای په ۱۵ د ډیموکراسۍ او د ملي یووالي په ورځ نړۍ ته دوه کلمې لرو."

"لومړی، مظلومانو ته، هغه جغرافیې چې د پاسه يي ډول ډول حساب کتابونه کیږي،  هغه کسان چې یو هیواد نه  وطن جوړوي، هغه کسانو ته چې وطن ورته د خپل ځان نه هم خوږ دی او په خپلو زړونو کې ساتي.

 زموږ دویمه خبره د فتو په څیر غدارو او خونړیو تروریستي سازمانونو او هغو کسانو ته ده چې فکر کوي دوی په پټو پلانونو سره کولی شي چې په نړۍ حکم وکړي:

ایا څوک کولی شي د مومنانو پروړاندې شوم پلان جوړ کړي؟ څوک کولی شي د داسې وطن او هیواد پر خلاف چې تر څو نړۍ ژوندۍ وي هغه به ژوندی وي خاین پلان جوړ کړي؟ هغه د بریالیتوب داستان او افسانه چې موږ لیکلی د خدای لخوا موږ ته ډالۍ او د نورې نړۍ لپاره الهام دی.

هغه د فتو ترهګري سازمان د پټ او تورتم اړخ په وړاندې مبارزې په اشارې سره وویل ، دا مبارزه به په هر فرصت او هر پلاټفورم کې بیان کړو.

"موږ به په خپلو خپرونو د فتو او ددې ترهګرو سازمانونو د غدارانو سربیره  د هغوی ملاتړي او د هغوی ناپاک پلانونو افشا کولو ته دوام ورکړو."


پيوندونه: #کودتا , #تورکیه

اړوند خبرونه