د جولای د ۱۵مې د ستر بري په اړه پيغامونه

د تورکیې د  ملي شورا رئیس  مصطفی شنتوپ د جولای ۱۵ مې کودتا پر وړاندې د ستر بري د شپږمې کلیزې په مناسبت پيغام خپور کړ.

1855435
د جولای د ۱۵مې د ستر بري په اړه پيغامونه

د تورکیې د  ملي شورا رئیس  مصطفی شنتوپ د جولای ۱۵ مې کودتا پر وړاندې د ستر بري د شپږمې کلیزې په مناسبت پيغام خپور کړ.

هغه د خپلې ټولنیزې میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي  چې د جولای په ۱۵ مه نيټه د عقیدې رڼا  د ظلم په تیاره کې بریا ترلاسه کړه. هغه زیاته کړې ده ،

"زموږ باعزته ملت چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم په په خپلې خپلواکۍ لکه نده پورې کړې، خپل بیرغ يي ځمکې ته غورځولی ندی او د خپل وطن نه د خپل سر په بیه دفاع کړې ده د ډیموکراسۍ هغه څراغ روښانه کړې چې زمونږ د راتلونکي روښانولو ته به دوام ورکړي  او دا د شهامت او میړانتیا داستان به د نسل نه بل نسل ته انتقال پيدا کړي . "

د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای هم د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ نیټه د خاینې کودتا شهیدانو روح ته دعاء او غازیانو نه په درناوۍ سره یادونه وکړه . هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې "څوک کولی شي هغه  ملت په ګونډو کې چې د خپل عزت لپاره يي سر په لاس کې نیولی وي او قربانۍ ته اماده وي؟ زه د خپلو شهیدانو نه  چې د جولای د ۱۵ خاینې کودتا پر مهال يي د ولسمشر رجب طیب اردوغان  په مشرۍ او د  ملت د قوي ارادې سره د خپل ځان په بدل د دې ناروا برید او اقدام مخه ونیوله په ډیر درناوي سره یادونه کوم. همداشان خپل اتلو غازیانو ته خپله منندويي وړاندې کوم."

//////////////////////

همداشان د تورکیې د  عدلیې وزیر بکر بوزداغ وویل چې د جولای ۱۵مه د تورکیې د ډیموکراسۍ په تاریخ کې یو مهم بدلون دی.

هغه د جولای د ۱۵ مې د کودتا پر وړاندې د تورک ولس د ستر بري د شپږمې کلیزې په مناسبت به خپور کړي پیغام کې ویلي دي ،«له  دې وروسته اوس هغه غداران چې د کودتا اراده او هڅه وکړي، تل به د تورکیې ولس  په خپل  مقابل  کې ومومي.»

////////////////////

د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن هم  د جولای د ۱۵ مې خاینې کودتا د کلیزې په اړه په خپور کړي پیغام کې په  هغه هیوادونو  چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  غدارانو ته غیږ پرانیستې او پناه يي ورکړې غږ وکړ، "هغه مار چې تا نن په نسټونې کې ساتلی دی یوه ورځ به خامخا تا پخپله وچیچي ، ددې زهرجنو مارانو نه هر څه ژر ځان وژغورۍ . "

////////////////

د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک هم د جولای د ۱۵ مې د کودتا پر وړاندې د ترک ملت د میړانتیا په اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ،

"زموږ ګران ملت د تروريستي يرغل په وړاندې مقاومت وکړ او هغه  خاینه هڅه يې له منځه يوړه."

///////////////////

د ولسمشر اردوغان میرمن آمنې اردوغان  هم  د جولای د ۱۵ مې د کودتا د شپږمې کلیزې او د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت په خپل ټولنیزه میډیا کې په خپور کړي پيغام کې لیکلي دي چې " د هیواد هر وګړی که نارینه او ښځینه وي د ۷ کلن نه  تر ۷۰ کلن  پورې ټول د یووالي او مقامت سمبول دي."

 

"د جولای د ۱۵ مې د ستر بري داستان په تاریخ کې ثبت شوی دی، دا د هغوې د عزم او زړورتیا سره لیکل شوی دی. "

د ۲۰۱۶کال د جولای په ۱۵د فتح الله ترهګریز سازمان د کودتا د هڅې په شپه، د تورکیې ملت په تاریخ کې د مقاومت یوه بې سارې بېلګه نندارې ته وړاندې کړه، یو ځل بیا یې د هېواد د خپلواکۍ او راتلونکې نه دفاع وکړه. تورک ملت پدې شپه د پولیسو، پوځیانو او ملکي وګړو په ګډون  ۱۵۰تنه په پلازمینه انقره کې شهیدان ورکړل، ۹۹ تنه په استانبول او ۲ تنه په م



اړوند خبرونه