د تورکیې او سعودي عربستان ترمنځه لاسلیک شوې ګډه اعلامیه خپره شوه

ولسمشر اردوغان په انقره کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ولیدل

1847104
د تورکیې او سعودي عربستان ترمنځه لاسلیک شوې ګډه اعلامیه خپره شوه

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې د خپل رسمي سفر په لړ کې تورکیې ته راغلی وو، د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د دوه په دوه لیدنې  نه وروسته د دواړو هېوادونو په  لاسلیک ګډه اعلامیه خپره شوه.

د ترکیې او سعودي عربستان  په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې ،

" د لیدونو   په ترڅ کې د سیاسي، اقتصادي، پوځي او امنیتي برخو په ګډون په دوه اړخیزو اړیکو کې د همکارۍ د نوي دورې د پیل پر هوډ ټینګار وشو."

په ګډه اعلامیه کې چې د سیمې د راتلونکي لپاره د تاریخي ورورګلوۍ پر بنسټ د همکارۍ په پراختیا او تداوم ټینګار شوی، ویل شوي چې د سوداګرۍ د اسانتیاوو، د پانګونې د فرصتونو څیړنه او په قوي او پیاوړو شراکتونو د بدلولو په موخه اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

په ګډه اعلامیه کې د عدلي، علمي، ګرځندوی، روغتیا، ملکي هوايي چلند، ملي امنیت، انرژۍ او د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخو کې د همکارۍ پر هوډ ټینګار شوی دی.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ډیر تود کوربه توب ، د هغه او د مل هیئت سره د ځانګړي خلوص او محبت د ښودلو له امله مننه وکړه.



اړوند خبرونه