د ترکیې امنیتي ځواکونو د عراق په شمال کې ترهګرو ته یو بل ګوزار ورکړ

ترکیې امنیتي ځواکونو د عراق په شمال کې پنځه تنه ترهګر له خپو وغورځول

1846849
د ترکیې امنیتي ځواکونو د عراق په شمال کې ترهګرو ته یو بل ګوزار ورکړ

د تورکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په چوکاټ کې ترهګرو ته یو بل ګوزار ورکړ.

د تورکیې  د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د ملي استخباراتو منسوبینو د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې په ترسره کړو عملیاتو کې پنځه تنه ترهګر له منځه وړي دي.

د ویلو ده چې دا ترهګر د ملي استخباراتو د تعقیب لاندې ول چې د ځانګړو عملیاتو له نتیجه کې له منځه یوړل شول.

د  تورکیې امنیتي ځواکونه په سیمه کې ترهګرو ته د سر اوچتولو فرصت نه ورکوي.

د ترکیې د دفاع وزارت وايي چې د وروستي ترهګرو د لمنځه وړو پورې به د ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته د قوي ارادې او پوره حوصلې سره دوام ورکړي.



اړوند خبرونه