تورکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې ۵ تنه ترهګر له منځه یوړل

د تورکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې روانو عملیاتو په نتیجه کې د پي کاکا ترهګري سازمان ۵ تنه غړي له منځه یوړل.

1846189

د تورکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترهګرۍ پر خلاف زمونږ مبارزه د پوره ژمنتیا، هوډ ، قوي ارادې او لوړې حوصلې سره دوام لري.

زمونږ اتلو ځواکونو د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف د روانو کړو بریالیو عملیاتو په نتیجه کې د پي کاکا ترهګري سازمان ۵ تنه غړي له منځه وړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې عملیات دوام لري او د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به د ترهګرۍ پر خلاف زمونږ مبارزه دوام وکړي.

اړوند خبرونه