ترکیې ملي راډیو تلویزیون د رسنیو په ډګر کې بو بل مهم ګام اوچت کړ
ټي آر ټي بالکان، د ترکیې د راډیو او ټلویزیون نوی ډیجیټل خبري پلاټ فارم د سیمې او د سیمې خلکو د ستونزې نړۍوالو غوږونو ته د رسولو په موخه په نشراتو پيل وکړ.
ټي آر ټي بالکان، د ترکیې د راډیو او ټلویزیون نوی ډیجیټل خبري پلاټ فارم د سیمې او د سیمې خلکو د ستونزې نړۍوالو غوږونو ته د رسولو په موخه په نشراتو پيل وکړ.
TRT بالکان په پلازمینه انقره کې جوړه شوې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې خپل نشرات په رسمي توګه پیل کړ. پدې غونډه کې د ترکیې ل ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي سربیره یو زیات شمیر چارواکیو ګډون کړی وو.
د ترکیې د ملي شورا رئیس شنټوپ غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې ټي آر ټي بالکان به په پنځو ژبو د سیمې ۷ هیوادونو ته نشرات وکړي . دا نوی خبري پلاټ فارم دې ټولو ته مبارک وي.
شنتوپ ټینګار وکړ چې د ترکیې او بالکان ګډ میراثونه د رسنیو او ښوونې او روزنې له لارې راتلونکو نسلونو ته لیږدول د دوی او هیواد لپاره ترټولو غوره وظیفه ده.
"زه هیله لرم چې موږ به په بالکان کې د خپلو ترک او مسلمانو وروڼو سره خپلې ټولې اړیکې لا پیاوړې کړو. د همدې امله د خپلو د تعلیمي موسسو او ټي آر ټي بالکان څخه مننه کوو."
په غونډه کې د جمهوري ریاست د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د TRT بالکان لپاره د اوږد او بریاليو نشراتو هیله څرګنده کړه. هغه زیاته کړه ،
"زه باور لرم چې TRT بالکان به زموږ د ولسمشر په مشرۍ په نړیوال ډګر کې د عدالت لپاره زموږ د هیواد په مبارزه کې مهم رول ولوبوي، او دا به د بالکان په جغرافیه کې د عدالت لپاره د دې مبارزې یو له مهمو عناصرو څخه وي. همدارنګه باور لرو چې TRT بالکان به په نړیوال ډګر کې د بالکان د جغرافیې قوي غږ وي.
التون وویل چې TRT بالکان به د سیمې واقعیتونه به د بهرنیو قدرتونو له خولې نه بلکې د سیمه ایزو لوبغاړو د سترګو او خولې له لارې ټولې نړۍ ته ورسوي.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس سوباجي بیا وویل چې خوښ دی چې ترکیې د ملي راډیو تلویزیون په چوکاټ کې په نړۍوالو خبري پلاټ فارمونو کې د TRT بالکان خبري پلاټ فارم هم اضافه شو.
"په بالکان کې د رسنیو سیالي خورا پیچلې ده. سربیره پردې، داسې ځای دی چیرې چې تور پروپاګند فعالیتونه په ښکاره ډول احساس کیږي او د فتو ترهګریز سازمان په څیر جوړښتونه هڅه کوي د خپل نفوذ ساحه رامینځته کړي. لویې رسنۍ تعصب خبرونه او محتوا تولیدوي، او د یو پلوه او ناسم معلومات سره د سیمې خلک تر اغیزو لاندې راوستي دي. موږ په سیمه کې د څو ژبو ډیجیټل خبري پلاټ فارم په جوړولو ددوې پر وړاندې د اعتراض غږ اوچتوو.
نوی ډیجیټل خبري پلاټ فارم TRT بالکان چې د سیمې د خلکو او هغه مسلو پوښښ په هدف خپرونې پیل کړې د سیمې او د سیمې د خلکو غږ به نړۍوالو ته ورسوي. دا خبري پلاټ فارم به په مقدونیایي، البانیایي، بوسنیایي، کروشیایي او سربی ژبو به خپرونې کوي.
TRT بالکان به د 30 میلیون څخه زیاتو لیدونکو او اوریدونکو خطاب وکړي.