ترکیې د اروپا پارلمان پر خلاف د "ترکیې راپور" په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
ترکیې د اروپا د پارلمان لخوا د ترکیې په اړه جوړ شوي راپور په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیې د اروپا پارلمان پر خلاف د "ترکیې راپور" په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په لیکل شوي بیان کې، د ترکیې په اړه د اروپايي ټولنې د ۲۰۲۱ کال راپور ارزول شوی.
په بیان کې، یادونه وکړه چې د اروپايي ټولنې راپور، کوم چې یو وړاندیز دی، د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون په ۷ مه نیټه د ټولنې په عمومي غونډه کې منل شوی دی.
"په داسې حال کې چې زموږ د هیواد او اروپایی اتحادیې ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د دوه اړخیزو هڅو له لارې جدي اړتیا ده، د ترکیې په اړه د اروپا د پارلمان د تعصب نه ډک راپور او غیر حقیقي ارزونې نه منو او په کلکه توګه يي ردوو.
په بیان کې یادونه شوې چې له اروپا د پارلمان څخه د ترکیې لومړنۍ تمه دا ده چې د تنګ نظره حلقو د اجنډاګانو او ګټو د خوندي کولو وسیله ونه ګرځي او په ټولنه کې د ګډون د خبرو اترو د پروسې د بیا راژوندي کولو لپاره د اروپايي ټولنې بنسټونه تشویق کړي. له بده مرغه چې اروپا پارلمان ته برعکس عمل کړی دی.
په بیان کې یادونه شوې:
"د اروپا د پارلمان دا چلند چې حتی ترهګري سازمان غړو پکې ځاله جوړه کړې او د ترهګرو پروپاګند ته هم پکې اجازه ورکول کیږي د حیرانتیا خبره نه ده،.
په دې توګه، اروپا پارلمان د ترکیې د خلکو په سترګو کې خپل اعتبار او اعتماد دواړه له لاسه ورکړي. د همدې امله پدې راپور کې زمونږ په هیواد کې پر دیموکراسۍ ، حقوقو لوړوالي او بشري حقونو په اړه ادعاګانې ، د ایژې ، ختیځې مدیترانې او قبرس مسلو په اړه د اروپایی ټولنې د یو یا دوه غړو د تنګ نظره هڅو منعکس کولو بې اساسه نظرونه زموږ لپاره هیڅ ډول حکم نلري او د ذرې په اندازه اهمیت هم نلري.
له اروپايي ټولنې څخه د ترکیې تمه د ټولنې ټول بنسټونه له ترکیې سره خپل مکلفیتونه پر ځای کول، په دې برخه کې د الحاق د بهیر احیا کول، د ویزې د معافیت ډیالوګ ګړندی کول، د ګمرکونو د ټولنې د تازه کولو لپاره د خبرو اترو پیلول، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ زیاتول، په ځانګړې توګه د کډوالۍ د همکارۍ په ساحه کې په داوطلبانه توګه د کډوالو د بیرته راستنولو د پروسې تطبیق دی.
په خبرپاڼه کې راغلي،
"دا راپور چې د دې مسلو په اړه د هڅوونکو ګامونو د اوچتولو پر ځای ترکیه په ټیټ لید سره ارزوي، د اروپا پارلمان د ایډیالوژیک تعصب چلند یوه نوې بیلګه جوړوي او یوازې د اروپا د پارلمان اعتبار ته زیان رسوي."