ولسمشر اردوغان د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، موږ له یونان سره د په عالي کچه د  ستراتیژیکې شورا  تړون مات کړ.

1836032
ولسمشر اردوغان د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، موږ له یونان سره د په عالي کچه د  ستراتیژیکې شورا  تړون مات کړ.

ولسمشر اردوغان  د ترکیې په  ملي شورا کې  د عدالت او پراختیا د ګوند  د اونیزې غونډه  ته  چې  د نوموړي ګوند مشر هم دی  وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې یوناني چارواکو ته په خطاب کې وویل: "که تاسو صادق یاست، مونږ چمتو یو چې تاسې سره ستراتیژیکې شورا غونډه وکړو ، که تاسو نه یاست، مونږ  بخښنه غواړو".

ولسمشر اردوغان وویل "  ایا یونانی چارواکو په یونان کې د امریکایی اډو د جوړولو لپاره امکانات  چمتو کړي؟ هو هغه یې وکړ. موږ له یونان سره په عالي کچه د ستراتیژیکې شورا تړون مات کړ. موږ د درندې او باشخصیته بهرنۍ پالیسۍ پلوي یو. په هره ثانیه کې د خپلو الوتکو سره پورته کیږۍ او مونږ ته ځانونه  ښکاره کوۍ. لږ ددې دروند خوبه راویښ شۍ، ایا تاسې له تاریخ څخه هیڅ درس ندی اخیستی؟ وروسته  بیا په ژړا پيل کوۍ . مونږ ددینه وروسته نور ددوې سره  دوه اړخیزې لیدنې او  خبرې نه لرو ، بدبختانه چې دا یونان نور سمیږي. دا چې  په متحده ایالتونو  کې د یونان لابي ده، دا به په کانګرس کې زموږ په وړاندې خبرې وکړي ، موږ اوس له دوی څخه ستړي شوي یو."



اړوند خبرونه