د ترکیې امنیتي ځواکونو په سوریه کې د ۷ تنو ترهګرو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ.
ترکیې دفاع وزارت : ترکیې اتل وسله وال پوځ د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي
د ترکیې امنیتي ځواکونو په سوریه کې د ۷ تنو ترهګرو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په سوریه کې د فرات ډال ، زیتون څانګې او سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې د PKK/YPG ترهګري سازمان ۷ تنه غړي د ترکیې پر امنیتي ځواکونو د ډزو کولو نه وروسته له منځه یوړل شول.
ملي دفاع وزارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ترکیې اتل وسله وال ځواکونه د سوریې په شمال کې د PKK/YPG ترهګري سازمان پر خلاف چې پر ملکي وګړو او ترکي ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړي سخت ګوزار ورکړ. د ترکیې اتلو وسله والو واکونو د فرات ډال ، زیتون څانګې او سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې ۷ تنه ترهګر د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړل.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.