د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو پر ترکیې د ایف ۱۶ الوتکو پلور ته شین څراغ لګولی  دی.

د امریکا په کانګرس کې ډیری استازو پر ترکیې د اف ۱۶ الوتکو د پلورولو سره د مخالفت نه لاس اخیستی دی

1822831
د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو پر ترکیې د ایف ۱۶ الوتکو پلور ته شین څراغ لګولی  دی.

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو پر ترکیې د ایف ۱۶ الوتکو پلور ته شین څراغ لګولی  دی.

د «ډیفنس نیوز» د خبر له مخې، چې په امریکا  کې په  دفاعي  ډګر کې یو له مهمو رسنیو څخه دی،  ویلي دي د ترکیې لخوا په ځانګړې توګه د اوکراین په جګړه کې (چې د فبرورۍ له ۲۴مې نیټې راهیسې روانه ده)، له بایرقدار ټي.بي ۲ بې پیلوټه الوتکې او د روسیې پر وړاندې خپلې کړې پالیسۍ د  امریکا په کانګرس کې یو مثبت انځور جوړ کړی.

په خبر کې راغلي دي چې  پدې وروستیو کې  د ترکیې لخوا  لوبول شوي  رول  په انقرې  د F-16  جنګي الوتکو د احتمالي پلور په اړه  په کانګرس کې  د احتمالي  منفي نظرونو  د کمولو  په خاطر  په کانګرس کې  د نفوذ لرونکو شخصیتونو نظرونه هم  پکې شامل وو.

 

دې ته په اشارې سره چې د ولسمشر جوبایډن ادارې نظر څرګند کړ چې ترکیې ته د F-16 الوتکو پلورل به د ناټو او متحده ایالتونو امنیت ګټو ته خدمت وکړي ، د کانګرس غړو وویل چې د F-16 پلورل هم د ترکیې  لخوا د اوکراین سره د مرستو په دوام  اغیزمن رول ولوبوي.

 

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ګریګوري میکس وویل، موږ اړتیا لرو چې له ترکیې او نورو هغو هېوادونو سره چې له موږ سره د روسیې پر ضد عمل کوي، خبرې او کار وکړو، ترکیې ځینې اقدامات په سم لوري کړي دي. ځینې ​​​​شیان موږ ته وخت په وخت ځوروي، داسې سیمې شته چې موږ باید له ترکیې سره کار وکړو.

 

له بلې خوا، د کانګرس ډیری غړو، چې د F-35 پروګرام څخه د ترکیې د ایستلو لپاره یې ډیرې هڅې وکړې، اشاره وکړه چې دوی به ترکیې ته د F-16 له پلور سره مخالفت ونه کړي.

د امریکا د استازو مجلس د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر اډم سمیټ وویل، موږ له ترکیې سره اړیکو ته اړتیا لرو، موږ باید د دغو اړیکو د بیا رغولو یوه لاره ولټوو.

سمیټ ​​یادونه وکړه چې بایډن هڅه کوي چې له ترکیې سره اړیکې توازن کې وساتي.

"شاید د دې توازن ساتل ستونزمن وي ځکه چې د S-400(هوایی دفاعي سیسټم  مسله چې ترکیې له روسیې څخه اخیستې زموږ اړیکې پیچلې کړي ، له بلې خوا موږ نشو کولی دا اړیکې پریږدو."

 

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د جمهوري غوښتونکو د مشر مایک مک کاول دفتر په یوه بیان کې ویلي: "موږ تمه لرو چې ترکیه به د ناټو له متحدینو سره د اوکراین په ملاتړ کې چې له خپلې خاورې دفاع کوي، تر څنګ ولاړ پاتې شي."

 

په بیان کې دې ته په اشارې سره چې په اوکراین کې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې، ویل شوي‌ دي "موږ تمه لرو چې د بایډن اداره د دې پلور لپاره کانګرس ته غوښتنه وکړي. ترکیه لا هم د اوکراین په جګړه کې رغنده رول لوبوي."


پيوندونه: #اف ۱۶ , #کانګرس , #امریکا

اړوند خبرونه