ترکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه د جوبایدن د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1817347
ترکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه د جوبایدن د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

 ترکیې د بایدن په غبرګون کې ویلي چې د ۱۹۱۵ کال د پېښو په اړه هغه څرګندونې چې له تاریخي حقایقو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي د ذرې په انداره اعتبار وړ نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت د موضوع په اړه خپره کړې اعلامیه کې  ددې خبرې په ټینګار سره ویلي‌ دي، " د ۱۹۱۵ کال د پېښو په اړه له تاریخي حقایقو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې څرګندونې د ذرې په اندازه د اعتبار وړ ندي. " په اعلامیه  زیاته شوې ده  چې په دې کې د امریکا د ولسمشر بایډن بد مرغه وینا  چې  د  ۲۰۲۱ تیروتنه يي  یو ځل بیا  تکرار کړې ده هم شامله ده. مونږ د سیاسي‌ انګیزو لپاره د تاریخي‌ حقایقو تحریفوونکې دا ډول څرګندونې او پرېکړې په کلکه ردوو، او هغه کسان غندو چې پر دې تېروتنې ټینګار کوي.

 

"  هغه یو پلوه او ټاکنیز  دریځونو  نه  چې  له تاریخ څخه د دښمنۍ راپارولو پرته بله موخه نه لري، له اخلاقي پلوه ستونزمن او له سیاسي پلوه هم  ناوړه  عمل دي. یو بشردوستانه او صادق دریځ د توکمیز او  مذهبي تبعیض په پام کې نیولو پرته، په هغه وخت کې د رامنځته شوو ټولو مصیبتونو او دردونو نه  یادونې ته اړتیا لري. ترکیه  په هغه وخت کې د رامنځته شوو پيښو په نتیجه کې د  ارمنیانو په ګډون د  ټول عثماني  ولس  د دردونو او غمونو نه په درناوي سره  یادونه کوي. موږ  دا  درد د سیاسي موادو په توګه د کارولو هڅې ردوو. ترکیه په دې نظر ده چې د تاریخ جنجالي دورې لکه د ۱۹۱۵ کال پیښې باید د علمي او حقوقي اصولو په چوکاټ کې له تعصب پرته وڅېړل شي او یوه منصفانه یاد ته دې ورسول شي. ترکیې ددې مفکورې او درک سره  د یوه ګډ تاریخي کمیسیون د جوړولو وړاندیز کړی  او خپل ارشیفونه  یې پرانیستي دي. ترکیه خپله سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د همکارۍ روحیې منځته کولو هڅو ته دوام ورکوي. د د ارمنستان سره د اړیکو د عادي‌ کولو په خاطر  پیل شوی  بهیر ددې خبرې تر ټولو ښه ښکارندويي کوي.



اړوند خبرونه