ترکیې په افغانستان کې د تیرې ورځې خونړي بریدونه په کلکو ټکو وغندل
ترکیې تیره ورځ د افغانستان د مزار شریف په ښار کې پر جومات وحشي برید او ځینو نورو ښارونو کې رامنځته شوې چاودنې په کلکه توګه وغندلې.
ترکیې تیره ورځ د افغانستان د مزار شریف په ښار کې پر جومات وحشي برید او ځینو نورو ښارونو کې رامنځته شوې چاودنې په کلکه توګه وغندلې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو یو ځل بیا د افغانستان په ځینو ښارونو کې د چاودنو چې په نتیجه کې یو زیات شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ. ترکیه دا ضد انساني او وحشي بریدونه په کلکو ټکو غندي.
ددې پيښو قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او د قربانیانو کورنیو او دوست او ورور هیواد افغانستان ولس ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو."
د ویلو ده چې تیره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل ، ننګرهار، مزار شریف او کندوز ولایتونو کې ګنشمیر چاودنې رامنځته شوې.
په مزار شریف ولایت کې د شیعه ګانو په یو جومات کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې د لسو ډیر لمونځ کوونکي مړه او لږ تر لږه ۶۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل