ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته مبارکي وویله.
ترکیې ولسمشر د پاکستان د پارلمان لخوا ټاکل شوي نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته مبارکي وویله
1810923
ولسمشر اردوغان له شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان په دې ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د پارلمان د امتیازاتو په چوکاټ کې د صدراعظم په توګه د شهباز شریف د ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان ددې هیله څرګنده کړه چې د ټاکنو پایلې د پاکستان دوست او ورور ملت په ګټه تمامې شي او وویل چې ترکیه په پاکستان کې پرمختګونه چې ددې هیواد سره تاریخي د دوستۍ او ورورګلوۍ قوي اړیکې لري له نږدې څاري. دا چې پاکستان له ټولو ستونزو او خنډونو سره سره د ډیموکراسۍ او د قانون حاکمیت ته غاړه نه کیښوده. پاکستان یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د ډیموکراسۍ او قانون د حاکمیت نه په هیڅډول لاس نه اخلي.
ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې د ترکیې په توګه لکه تر ننه پورې ددېنه وروسته هم د پاکستان سره هر ډول مرستو ته دوام ورکړو.