چاووش اوغلو : ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټکی په ټکی تطبیقوي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټول حکمونه ټکی په ټکی عملي کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټول حکمونه ټکی په ټکی عملي کوي.
چاووش اوغلو وویل چې " مونږ د مونتریکس کنواسیون ټول حکمونه ټکی په ټکی عملي کوو. ټولو هغه هیوادونو ته چې زمونږ سمندري ګاونډیان دي او یا ندي د ترکیې
د تنګیو نه د جنګي بیړیو د نه تیرولو په برخه کې خبرداری ورکړی دی. د مونتریکس کنواسیون چې څه حکم کوي هغه ټول مونږ تطبیق کړي او ددینه وروسته به يي هم تطبیقولو ته دوام ورکړو. د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې د پيلیدو نه راپدیخوا تر ننه پورې زمونږ د تنګیو نه کومه جنګي بیړۍ نده تیره شوې او نه هم چا غوښتنه کړې ده. تر ننه پورې روسانو تل زمونږ نه د اړتیا پر مهال د مونتریکس د کنواسیون د حکمونو د تطبیقولو او یا نه تطبیقولو په اړه پوښتنه کوله. مونږ ورته تل په ځواب کې ویلي دي چې دا کنواسیون ټکی ټکی تطبیقوو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن دوشنبه د فبروري په ۲۸ مه نيټه د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کابینې د غونډې نه وروسته د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې د پيلیدو سره سم د مونتریکس د کنواسیون په اړه د پيل شوو بحثونو او ناندریو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د مومتریکس د کنواسیون د ۱۹ مادې له مخې د جګړې پر مهال که چیرې ترکیه د جګړې پلو وي د تنګیو نه د تیریدو ټول واک او صلاحیت ترکیې ته ورکړ شوی دی او که چیرې ترکیه د جګړې پلو نوي د تنګیو نه په جګړه کې د ښکیلو خواوو جنګي بیړیو د تیریدو د مخنیوي صلاحیت لري. که چیرې جنګي بیړۍ خپلو هډو ته ستنیږي مخه يي نه نیول کیږي.
هغه وویل چې ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټول حکمونه ټکی په ټکی عملي کوي. د همدې امله ټولو هغه هیوادونو ته زمونږ سمندري ګاونډیان دي او یا ندي د تنګیو نه د جنګي کښتیو د نه تیرولو خبرداری ورکړی دی. څه چې د مونتریکس کنواسیون حکم کوي مونږ هغه تطبیقوو او ددینه وروسته به يي هم تطبیق ته دوام ورکړو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل