شانلي‌ اورفا په ولایت کې د ترهګرو لخوا د ځای په ځای شوي‌ ماین په چاودنه کې ۳ تنه سرتیري‌ شهیدان شول

د ترکیې د شانلي اورفا  ولایت د اقچه قلعه په ولسوالۍ کې په چاودنه کې درې تنه سرتیري‌ په شهادت ورسیدل.

1759395
شانلي‌ اورفا په ولایت کې د ترهګرو لخوا د ځای په ځای شوي‌ ماین په چاودنه کې ۳ تنه سرتیري‌ شهیدان شول

 د ترکیې د شانلي اورفا  ولایت د اقچه قلعه په ولسوالۍ کې په چاودنه کې درې تنه سرتیري‌ په شهادت ورسیدل.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې  د شانلي‌ اورفا ولایت د اقچه قلعه په ولسوالۍ کې د سوریې‌ پولو ته نږدې د ترهګرو لخوا  د ځای په ځای شوي‌ ماین په چاودنه کې درې تنه سرتیري‌ په شهادت رسیدلي دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دا ستره غمیزه د ۲۰۲۲ کال د جنوري‌ په اتمه نیټه د خالي‌ پر ورځ‌ رامنځته شوې ده .

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې  دې پيښې مونږ ټول په زړه ټپیان کړي‌ وو.  ددې پيښې  شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت  کورنۍ  ته يي صبر جمیل ،  ترکیې وسله وال پوځ  او ترک ملت ته  د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو.


پيوندونه: #شهادت , #سرتیري , #ترکیه

اړوند خبرونه