د ترکیې د ایزمیر په ولایت کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه
د ترکیې د ایزمیر په ولایت کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
د ایزمیر ولایت د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې د اورلا په ولسوالۍ کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
په بیان کې راغلي دي چې دوو تنو ناقانونه کډوالو چې د کښتۍ د ډوبیدو نه وروسته په لامبو وهلو وچې ته راوتلي وو سمدلاسه د مرستې غوښتنه وکړه. د پيښې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته یوه چورلکه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې. د ژغورنې ډلو ۲۴ تنه ناقانونه کډوال چې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول ژوندي وژغورل او د دوو تنو مړي د اوبو نه راوویستل.
د دوو تنو ناقانونه کډوالو مړي د سفرهیسار دولتي روغتون ته انتقال شول. همداشان ژغورل شوي کډوال هم د روغتیايي معایناتو او کنټرول نه وروسته د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.
ددې پیښې د قرباني ناقانونه کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.