ترکیه: د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه زمونږ هیئت نن دوحې ته او د ۴ شنبې په ورځ کابل ته سفر کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او چارو د سمبالولو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

1749994
ترکیه: د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه زمونږ هیئت نن دوحې ته او د ۴ شنبې په ورځ کابل ته سفر کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او چارو د سمبالولو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې " زمونږ متخصصین نن ماښام د قطر پلازمینې دوحې ته سفر کوي. که چیرې په تفاهم ورسیږو د قطر سره به په ګډه د کابل د هوايي ډګر د مدیریت  په غاړه واخلو. "

چاووش اوغلو دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر صیف الدین عبدالله سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري‌ غونډه کې وکړې.

هغه پدې خبري‌ غونډه کې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او چارو سمبالولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل  " زمونږ کارپوهان نن ماښام قطر پلازمینې دوحې ته سفر کوي. د طالبانو حکومت ته خپل وړاندیزونه او شرایط وړاندې کوو.

 که چیرې په تفاهم ورسیږو د قطر سره په ګډه به د کابل هوايي ډګر مدیریت چارې په غاړه واخلو. "

هغه وویل چې په افغانستان کې د کابل په ګډون د ۵ هوايي ډګرونو په ګډه د مدیریت کولو په برخه کې یو مطابقت لاسلیک شوی دی. هیئت به د چار شنبې پر ورځ کابل ته سفر وکړي او د طالبانو د حکومت سره به خبرې وکړي. که په تفاهم سره ورسیدل او زمونږ شرطونه يي ومنل دا مسئولیت به په غاړه واخلو او که چیرې سره په تفاهم ونه رسیدو کومه حتمي‌ او جبري‌ خبره نده.

همداشان چاووش اوغلو د ارمنستان سره د اړیکو د نورمالولو د بهیر په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې ارمنستان سره په مخامخ توګه د تماس د نیولو په خاطر دواړو خواوو په متقابل توګه ځانګړي‌ استازي‌ وټاکل. انشاالله چې هر څه ژر به دوې سره لیدنې پيل کړي.

هر ګام به د اذربایجان سره د سلامشورو له مخې اوچتیږي. په ګډه به تصمیم نیول کیږي.



اړوند خبرونه