د ترکیې ملي‌ او ځايي د کرونا ویروس واکسین د عاجلې استفادې په خاطر د اجازې اخیستو لپاره وړاندیز وکړ

ترکیې روغتیا وزیر د کرونا ویروس د واکسین په اړه هیوادوالو ته مهم زیری ورکړ

1738449
د ترکیې ملي‌ او ځايي د کرونا ویروس واکسین د عاجلې استفادې په خاطر د اجازې اخیستو لپاره وړاندیز وکړ

د ترکیې ځايي او ملي‌ د کرونا ویروس واکسین د عاجلې استفادې د اجازې اخیستو په خاطر مراجعه وکړه. دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر وکړه.

د ترکیې د روغتیا  وزیر فخرالدین التون نن په ملي‌ شورا   د پلان او بودیجې په کمیسیون کې د روغتیا وزارت د ۲۰۲۲ کال د بودیجې په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ/و

هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې غواړم هیوادوالو ته له دې ځایه یو ډیر مهم زیری ورکړ. د ترکیې ځايي او ملي‌ د کرونا ویروس واکسین ( ترکو واک ) د بیړنۍ استفادې د اجازې اخیستو په خاطر مراجعه وکړه. انشاالله چې د روان کال تر پایه به په عمومي‌ توګه د خپل ځايي‌ او ملي‌ واکسین په استفادې پيل وکړ.

هغه وویل چې دا واکسین د الف نه د ي پورې ټول د ترکي‌ سایسنپوهانو او ډاکټرانو لخوا جوړ شوی دی.

د ویلو ده چې په ترکیه کې جوړ شوي‌ د کرونا ویروس ضد ددې  واکسین د کرونا ویروس پر خلاف  اغیزمنتیا تر ۹۰ سلنه لوړه ده.



اړوند خبرونه