ترکیې د بلغاریا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
ترکیې د بلغاریا د مقاماتو د هغه څرګندونو په اړه چې ګواکې ترکیې ددې هیواد په ټولټاکنو کې او کورنیو چارو کې مداخله کړې ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیې په انقره کې د بلغاریا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته د احضارولو سره هغه ته د بلغاریا د مقاماتو د هغه ادعاګانو په اړه چې ګواکې ترکیې ددې هیواد په ټاکنو او کورنیو چارو کې مداخله کړې ده سخت غبرګون وښود او په کلکه توګه رد کړې .
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې بلغاریا د نوامبر په ۱۴ مه نيټه په ترسره شوو د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کې ترکیې مداخله کړې او ددوې په کورنیو چارو کې د مداخلې ادعاء کړې وه. بلغاریا ددې ادعاګانو نه وروسته د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتی وو.
ترکیې بیا د بلغاریا د مقاماتو د ناسمو او بې بڼسټه ادعاګو په اړه د سخت غبرګون په خاطر په انقره کې د بلغاریا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او پر ترکیې لګول شوي ټول تورونه يي رد کړل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د اروپايي ټولنې د چارو مسئول د بلغاریا سفیر ته وویل چې د بلغاریايي مقاماتو لخوا پر ترکیې د ناسمو او بې بڼسټه تورونو لګولو ترکیه ډیره زیاته ناراحته کړې ده.
همداشان ترکیې د بلغاریا سفیر نه د اعتراض په بڼه یو یاداشت هم ورکړی دی.
همداشان د بلغاریاي مقاماتو د ناحقو او بې بڼسټه تورونو نه وروسته په بلغاریا کې د ترکیې د سفارت په مخکې د ترکیې پر خلاف ځینې مظاهرې هم شوې وې چې ترکیې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
انقره کې د بلغاریا سفیر بیا ویلي دي چې ترکیې د بلغاریا د ټاکنو په چوکاټ کې په ترکیه کې میشتو د بلغاریا وګړو ته د خپلو رایو د کارولو په خاطر د هیڅډول همکارۍ او اسانتیا د رامنځته کولو نه ډډه نده کړې. مونږ ته يي هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي دي.