په ترکیه کې د پاریس تړون د نوامبر لسمې نیټې نه په اعتبار سره نافذ شو

د اقلیم د بدلون پر خلاف د مبارزې په موخه د ترکیې د ملي شورا لخوا تصویب شوی د پاریس تړون په ترکیه کې نن په رسمي توګه نافذ شو.

1731859
په ترکیه کې د پاریس تړون د نوامبر لسمې نیټې نه په اعتبار سره نافذ شو

 

د پاریس د تړون نه موخه د اقلیم د بدلون پر خلاف مبارزه او د روانې پيړۍ تر پایه نړۍوال تودوخي کچه د یوې نیمې درجې نه د لوړیدو مخنیوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سپټمبر په میاشت کې د ملګروملتونو سازمان عمومي اجلاس ته په وینا کې ویلي وو چې ترکیه به هم د پاریس تړون لاسلیک کړي.

وروسته دا تړون د ترکیې د ملي شورا لخوا د رایو په اکثریت سره تصویب شو او پدې ډول ترکیه د پاریس تړون لاسلیکوونکی ۱۹۲ یم هیواد شو.

ترکیه به د لومړي ګام په توګه په هیواد کې د ککړتیا مخنیوي په موخه ددې پروګرام سره د ملي مرستې په ساختار کې اصلاحات رامنځته کړي او پدې اړه به راپور د ملګروملتونو سازمان سکرتر ته وړاندې کړي.

همداشان ددینه وروسته به په ترکیه کې تر ۲۰۵۳ کاله پورې ککړتیا کچه صفر ته راټیټولو په خاطر طرزالعمل جوړ شي.

د ملګروملتونو سازمان د اقلیم د بدلون د تړون مشرې پاتریکا ایسپینوسا د ترکیې لخوا د پاریس تړون د لاسلیکولو په اړه ډیره خوښي وښوده. هغه وویل چې ترکیه یو لوی اقتصادي هیواد دی. ددې هیواد لخوا د پاریس تړون لاسلیکول ترکیه د اقلیم د بدلون پر وړاندې په مبارزه کې په فعاله توګه د ونډې اخیستو په معنا دي چې دا یو ډیر مهم ګام دی.



اړوند خبرونه