د طالبانو سرپرست بهرنیو چارو وزیر په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه

د طلبانو جګپوړي‌ هیئت په انقره کې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ هیئت سره لیدنه وکړه

1719833
د طالبانو سرپرست بهرنیو چارو وزیر په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ملا امیر خان متقي‌ په مشرۍ هیئت سره په پلازمینه انقره کې لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي‌ په مشرۍ یو ۷ کسیز جګپوړی هیئت نن انقرې ته راغی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په مشرۍ هیئت د بهرنیو چارو په وزارت کې د طالبانو د سرپرست بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي‌ په مشرۍ هيئت سره لیدنه وکړه.

لیدنه  د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه .

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته  وویل چې د افغان هیئت سره په لیدنه کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او وضعیت په اړه پوره معلومات واخیستل.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې د طالبانو هیئت ښځو ته په دولتي‌ اداراتو کې د ونډې ورکولو په اړه ځینې توصیې ورکړې.

چاووش اوغلو وویل چې د ښځو کار کول د اسلامي‌ اصولو خلاف ندي او اسلامي‌ نړۍ هم همدا توقع لري.

هغه وویل چې طالبانو ته مو نن یو ځل بیا وویل چې د هر څه نه مهمه د هیواد یووالی او اتفاق دی. ددې یووالي‌ او اتفاق په خاطر باید په هیواد کې یو ټولشموله حکومت ته اړتیا ده.

هغه وویل چې طالبانو هیئت د ترکېې نه په ځانکړې توګه د بشري‌ مرستو، په افغانستان کې د سرمایه ګذارۍ د دوام غوښتنه وکړه.

همداشان طالبانو هیئت ددې خبرې په ټینګار وویل چې که چیرې په ترکیه کې میشت افغان کډوال وغواړي‌ چې هیواد ته ستانه شي‌ مونږ پدې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو یو.



اړوند خبرونه