ولسمشر اردوغان د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په مسئله کې پر امریکا ډیرې سختې نیوکې وکړې
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان سره د کړې مرکې دویمه برخه نشر کړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اس ۴۰۰ توغندیو په اړه د امریکا د نیوکو پر خلاف ډیر سخت غبرګون په ښودولو سره وویل " که چیرې امریکا پر ترکیې د پاتریوت دفاعي توغندیو سیستم پلورلی وی ترکیه به هیڅکله د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو اخیستو ته مجبوره شوي نوی."
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي.
ولسمشر اردوغان پدې مرکه چې هغه ادعاګانې چې ګواکې ترکیې د روسیې نه د اس ۴۰۰ توغندیو د رانیولو سره ناټو سازمان ته ستر زیان رسولی دی په کلکه توګه رد کړې او وویل چې مونږ هغوې پخپله دې کار ته مجبوره کړو.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې تیره روسیې ته د ولسمشر اردوغان د سفر او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې نه وروسته د ولسمشر اردوغان سره د کړې مرکې دویمه برخه نشر کړه.
ولسمشر اردوغان پدې مرکه کې ټولې هغه ادعاګانې او نیوکې چې ګواکې ترکیې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو سره ناټو سازمان ته ستر ګوزار ورکړی دی سخت غبرګون ښودلی او دا خبره يي په کلکه توګه رد کړې ده.
ولسمشر اردوغان د ناټو سازمان د سرمنشي ینس ستولتنبرګ او امریکا پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ هغه څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي وو ترکیه د وسلو د رانیولو په برخه کې د هیواد د انتخاب حق لري. هغه وویل چې مونږ هم د خپل هیواد د ملي امنیت نه د دفاع په خاطر دفاعي توغندیو رانیولو ته مجبور وو او مونږ ددې مجبوریت له مخې دا کار کړی دی.
هغه وویل که چیرې امریکا په ترکیې د پاتریوت دفاعي توغندي پلورلي وی مونږ به د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو رانیولو ته مجبور شوي نوی.
ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د امریکا سره د روابطو د خړیدو ارښت لري او که نه؟ وویل ، هو ارزښت يي لري ځکه چې مونږ ددې توغندیو سره د خپل هیواد ملي امنیت خوندي کړی دی. خپل دفاعي سیستم مو لا پیاوړی کړی دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او امریکا اړیکو بڼسټ پیاوړی او قوي دی. د ترکیې او امریکا اړیکې قوي ریښې لري. خو دا اړیکې باید لا زیاتې سره قوي کړو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل