ترکیې په ګینه جمهوریت کې پوځي کودتا په کلکو ټکو وغندله
ترکیې په ګینه جمهوریت کې پوځي کودتا او د منتخب ولسمشر الپا کوندي برمته کول په کلکه توګه وغندل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو ویلي دي " په ګینه جمهوریت کې پوځي کودتا اقدام او د ولسمشر الپا کوندي برمته کول په کلکه توګه غندو او خپله ژوره اندیښنه څرګندوو."
په اعلامیه کې راغلي دي چې " ترکیه د ازادو انتخاباتو سره ټاکل شوی حکومت د غیرې قانوني لارو څخه د پرزولو د هر ډول تشبث سره مخالفت کوي. په دوست او ورور هیواد ګینه کې هر څه ژر د اساسي قانون پر بڼسټ ولاړ یو نظم د رامنځته کیدو، ولسمشر کوندي د هر څه ژر خوشې کولو او په هیواد کې د سکونت د رامنځته کولو غوښتنه کوي. ترکیه به پدې سختو او حساسو شپو ورځو کې د دوست او ورور هیواد ګینه ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي."
د ویلو ده چې پرون د سهار په ساعتونو کې د ګینه په پلازمینه کوناکري کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا کې د ډزو غږونه اوریدل شوي وو.
همداشان څو ساعته وروسته بیا د ګینه د ځانګړو ځواکونو قومندان ډګروال مامادي دومبویا د یو ویدیويي پیغام په خپرولو سره وویل چې د هیواد ولکه او اختیارات يي په لاس کې اخیستي.
د بله پلوه یوه بله ویدیو خپره شوه چې پکې ښکاري ولسمشر الپا کوندي د عسکرو لخوا په یوه خونه کې برمته شوی دی.