په تیکیرداغ کې ټرافیکی‌ پیښې ستره فاجعه رامنځته کړه

د ترکیې د تیکیرداغ  په ولایت کې  د ریل ګاډي‌ او میني بس موټر د جنګیدو په نتیجه کې ستر فاجعه رامنځته شوې ده .

1702352
په تیکیرداغ کې ټرافیکی‌ پیښې ستره فاجعه رامنځته کړه

 

د تیکیرداغ ولایت امنیتي‌ سرچینو ویلي‌ دي چې ارګني‌ په ولسوالۍ کې یو باروړونکی ریل ګاډی  د تیریدو په حال کې وو چې د یو میني‌ بس موټر ته وجنګید. پدې پيښه کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پیښه د سهار د ۸ بجو په شاوخوا کې د ارګڼي‌ ولسوالۍ  د ولي‌ میشي په سیمه کې رامنځته شوی ده.

ریل ګاډی چې د ایدرنې ولایت نه د چرکزکوی ته روان وو په لاره کې د یوې فابریکې د کارګرانو د لیږد بس سره وجنګید.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې. ټپیان په امبولانسونو کې روغتونونو ته انتقال کړی شول.

د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه